لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ مالي معاملات دې خفیه وساتل شي، د امریکې سپریم کورټ امر 


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د عدالت د فېصلې په رڼا کې به د صدر ټرمپ د بېنکونو اکاونټونه، د ټېکس او نور مالي دستاویزات خفیه وساتل شي
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د عدالت د فېصلې په رڼا کې به د صدر ټرمپ د بېنکونو اکاونټونه، د ټېکس او نور مالي دستاویزات خفیه وساتل شي

د امریکې سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله فېصله کې امر وکړو چې د صدر ډانلډ ټرمپ مالي معاملات دې په موجوده وخت کې خفیه وساتل شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د عدالت د فېصلې په رڼا کې به د صدر ټرمپ د بېنکونو اکاونټونه، د ټېکس او نور مالي دستاویزات خفیه وساتل شي.

د امریکې کانګرس د یو کال نه زیات وخت راهسې د دغو دستاویزاتو غوښتنه کوي. خو د سپریم کورټ در فېصلې دلاندې کانګرس دغو دستاویزاتو ته رسايي نشي لرلی البته د نیویارک یو سکاري وکیل کولی شي چې د صدر ټرمپ دغه مالي معاملات ترلاسه کړي.

د صدر ټرمپ د مالي امورو په اړه د سپریم کورټ د مشر جج جسټس جان رابرټس په مشرۍ کۍ اووه ججانو په یو اواز فېصله وکړه. دووه ججانو د فېصلې مخالفت وکړو.
د فېصلې د یوې برخې ترمخه د صدر ټرمپ د مالي چارو خیال ساتونکي کمپني به پابندي لري چې تحقیقاتي ډلې ته د صدر ټرمپ د مالي معاملاتو په اړه دستاویزات ورکړي.

خو سپریم کورټ په دې اړه د فېصلې نه ډډه وکړه چې ایا د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز درې کمېټۍ د صدر ټرمپ د مالي معاملاتو دغه دستاویزات راغوښتلی شي او که نا؟ چې ای پي وايي د صدر ټرمپ دپاره عارضي بریا ده. رپورټ وايي په اړه په لاندېني عدالتونو کې به مقدمې دوام لري.

د خپلو پېش روانو برعکس صدر ټرمپ د ټېکس په اړه د خپلو دستاویزاتو څرګندولو نه انکار کړی دی. دغه دستاویزات کې څرګند کړی شي نو د صدر ټرمب دولت او د هغه د کورنۍ کمپنۍ ټرمپ ارګنایزېشن د هلو ځلو په اړه معلومات په ډاګه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG