لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فیصل شهزاد وډیو خپور شوې


د فیصل شهزاد وډیو خپور شوې

د عربۍ ژبې ټیلې وژن ویلې وډیو وړمبی ثبوت دی چې فیصل شهزاد د طالبانو سره تعلق لري.

مطبوعات وائې د عربۍ ژبې یو ټیلې ویژن د پاکستانې نژاد تن فیصل شهزاد یو وډیو خپور کړې چې هغه پکښې ویلې د امریکې نیویارک ښار کې يي بمې برید د انتقام د پاره کولو.
فیصل شهزاد چې تعلق يي د پاکستان خیبر پوښتونخوا نوښار ضلعې سره دی، د مۍ په میاشت کې د نیویارک د گنړې گوڼې بازار ټائمز سکوائر کې د بمونو نه ډک موټر ودرولی ؤ. خو بمونه په سمه توگه خلاص نه شول او څه نقصان رامنځته نه شو.
د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼې ویلې د فیصل شهزاد وډیو د عربۍ ژبې العربیه ټیلې وژن خپور کړی او هغه پکښې وائې په نیویارک کې حمله يي د انتقام د پاره کوله.
رپورټ وائې فیصل شهزاد دا خفگان څرگنده وي چې مسلمانان د الله په لاره کې نه جنگیږي اسلام به د جمهوریت، کمیونزم او داسې نورو نظریاتو ته ماتې ورکوي او په ټوله نړۍ کې به خپریږي.
رپورټ وائې په وډیو کې فیصل شهزاد تور پټکی په سر وي او ټوپک ورسره نزدې پروت وي. العربیه وائې وډیو طالبانو سره د فیصل شهزاد د تعلق وړمبی ثبوت دی خو دا نه دې ویل شوې چې وډیو په کومه نیټه ریکارډ شوی دی.
نیویارک کې د ناکامه حملې ورسته، فیصل شهزاد دوبۍ ته تگ وړاندې وونیولی شو. تیره میاشت هغه د نیویارک په یو عدالت کې دا اعتراف کړی چې د پاکستاني طالبانو نه يي تربیه او پیسې اختسې .

XS
SM
MD
LG