لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا لخوا امنيتي شورا نه د شام پر ضد د گامونو غوښتنه


لويديزو قوتونو د عرب ليگ د هاغه منصوبې ملاتړ لپاره دقرارداد يوه مسوده تياروي چې پکې دصدر اسد څخه غوښتنه شوې هغه دې ددې بحران هواري لپاره اقتدار څخه بيل شي
لويديزو قوتونو د عرب ليگ د هاغه منصوبې ملاتړ لپاره دقرارداد يوه مسوده تياروي چې پکې دصدر اسد څخه غوښتنه شوې هغه دې ددې بحران هواري لپاره اقتدار څخه بيل شي

د امريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن د ملگرو ملتونو په امنيتي شورا يا سلامتي کونسل ټينگار کړى چې دشام لپاره دې دعرب ليگ دمنصوبې ملاتړ وکړي، له دې وړاندې واشنگټن شام کې دصدر بشارالاسد دحکومت لخوا دتشدد داضافې سخته غندنه کړې.
هيلري کلنټن دبرطانيې او فرانس دخارجه وزيرانو سره دنهې په ورځ دامنيتي شورا غونډه کې گډون کوي.
لويديزو قوتونو دعرب ليگ دهاغه منصوبې ملاتړ لپاره دقرارداد يوه مسوده تياروي چې پکې دصدر اسد څخه غوښتنه شوې هغه دې ددې بحران هواري لپاره اقتدار څخه بيل شي.
شام دا تجويز دخپلې خپلواکۍ په ضد گرځولى او رد کړى يې دى.
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې دگل په ورځ خپل يو بيان کې وئيلي وؤ سلامتي کونسل ته به دا خبره واضحه کول وي چې دنړيوالې ورورولۍ په نظر کې شام کې دحکومت مخالف تحريک په ضد دتيرو 10ؤ مياشتو څخه روانې کارروايۍ دامن او سلامتۍ لپاره خطره ده.
هغې وئيلي وؤ امريکا شام کې روانه حکومتي کاروائي دتشدد څخه ډکه او وحشيانه گڼي چې پکې دتيرو څو ورځو په مهال په سلگونو کسان وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG