لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي چارواکي: معلومات لرو چې روس او شام د کیمیاوي حملې شواهد صفا کړې دي


رویټرز خبري ادارې ترمخه، د سټیټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمانې هیدر ناورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل باوري معلومات ښايي چې د شام او روسي چارواکو د کیمیاوي حملې د تحقیقاتو دپاره شام ته تللي نړیوالو څېړونکو ته د حملې ځای ته د تگ اجازت نه ورکوي او یا یې هلته تگ د ځنډولو کوښښونه کوي

د امریکې خارجه وزارت ویلي شام او روس د شام په دوما کلي کې د کیمیاوي حملې شواهد صفا لرې کړې دي او نړي والو څېړونکو ته د برید موقع ته رسايي هم نه ورکوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د سټیټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمانې هیدر ناورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل باوري معلومات ښايي چې د شام او روسي چارواکو د کیمیاوي حملې د تحقیقاتو دپاره شام ته تللي نړیوالو څېړونکو ته د حملې ځای ته د تگ اجازت نه ورکوي او یا یې هلته تگ د ځنډولو کوښښونه کوي.

د امریکې په شمول گڼ شمیر غربي قوتونو د شام صدر بشارالاسد په حکومت تور لگوي چې په دوما کې یې د اپریل د میاشت په اوومه نیټه شوي حملې کې کیمیاوي وسله استعمال کړې ده او د ښځو او ماشومانو په شمول گڼ شمیر ملکي کسان یې وژلې دي.

د شام حکومت د کیمیاوي وسلې د استعمال خبره ردوي.

امریکې، فرانس او برطانيي د مشکوکې کیمیاوي حملې په سر په شام د مزایلو بریدونه کړې دي.

د کیمیاوي وسلې د مخنیوي ادارې ارگنایزیشن فار پروهیبیشن اف کیمیکل ویپنز په دوما کې د تحقیقاتو دپاره څېړونکي لیږلي دي. خو امریکا وايي څېړونکو ته د حملې ځای ته رسايي نه ورکړی کیږي.

د سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې هېدر ناورټ وویل داسې باوري معلومات هم شته چې روس او شام په دوما کې په ځايي خلکو فشار اچوي چې د حملې په اړه خپل بیانونه بدل کړي.

مېرمن ناورټ وویل که چېرې د مشکوکې کیمیاوي حملې ځای ته د څېړنکو تگ وځنډیدو نو په موقع ثبوته به خراب شي.

XS
SM
MD
LG