امریکايي ځواکونو د شام حکومت یوه پوځي هوايي اډه په مزایلو ویشتلي ده چې په شام کې د خانه جنگۍ د شروع کیدو نه پس د شام حکومت خلاف د امریکې وړمبۍ نیغ په نیغه حمله ده.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل د شام په هوايي مرکز د حملې امر يي د صدر بشارالسد لخوا په ملکي خلکو د کیمیاوي حملې په ځواب کې وکړو.
د کیمیاوي وسلې په دغه حمله کې شا او خوا ١٠٠ کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومانو او زنانه هم شاملې دي.
صدر ټرمپ وویل د کیمیاوي وسلې د استعمال دلاسه ماشومان ډیر په بربریت ووژل شوي دي. هغه زیاته کړه د شام خلاف پوځي کاروايي يي د امریکې د قامي سلامیته په خاطر کړي ده.
د شام په پوځي هوايي مرکز باندې د ټام هاک نومې مزایل په بحیره روم کې موجود د امریکې سمندري جهازونو نه ویشتل شو.
صدر ټرمپ وویل امریکايي ځواکونو هغه هوايي اډه په هدف کړه د کوم ځای څخه چې د صدر بشارالسد ځواکونو په ملکي کسانو کیمیاوي حمله کړي وه.
د شام سرکاري ټیلي وژن د هیواد په هوايي اډه د امریکې حملې ته د "جارحیت" نوم ورکړو.
د امريکا خارجه وزير رېکس ټيلرسن ويلي "مونږ باوري يو چې د بشارالاسد لخوا د سيرين نېرو ګيس استعمال شوی دی".
امريکائي چارواکو ويلي هغه ځايونه يي په ميزائيلو نه دي ويشتلي چرته چې د سيرين ګيس د شتون امکان وو.
د سپېنې ماڼۍ وياند کيپټن جېف ډېوېس ويلي د لمړو معلوماتو ترمخه د شام الوتکې او نور املاک يا په جزوي توګه او يا په مکمله توګه تباه کړې شوي دي.
په خپل وروستي بيان کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ ويلي دا عمليات يي د امريکا د پراخه امنيت او قامي ګټو دپاره کړي دي.
نوموړي ويلي"د کوم ځايي نه چې د سيرين ګيس حمله شوې تېر ماښام يي په هغه ځايونو د بريد امر ورکړی دی".
ډونلډ ټرمپ ويلي د کېميکل ګيس په بريد کې بې ګناه ماشومان او زنانه وژل شوي دي.
ډونلډ ټرمپ د نړۍ په نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې دغه جنګ کې ورسره ملګرتيا وکړي او زياته کړې يې ده په شام کې به د بدامنۍ او وينو توېدو د مخ نيوي دپاره يو کېدل وي.
د شام خارجه چارو وزير وليد مولېم د کيمائي ګيس استعمالو امکان رد کړی دی.
ولې په نيو يارک کې د شام په جهګړه تحقيق کونکې ډاکټر آني سپارو ويلي چې په شام کې کيمائي ګيس استعمال شوی دی.