لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې دفاع وزیر: شام کې کاروائي ته تیار یو


د اتوار په ورځ د ملیشیا د سفر په مهال چک هیگل وویل امریکا او اتحادي هیوادونه لا ددې خبرې جاج اخلي چې شام کې د کیمیائي وسلو د استعمال په حقله د ثبوتونو رامنځته کیدو ورسته څه قسمه اقدام وکړی شي
د اتوار په ورځ د ملیشیا د سفر په مهال چک هیگل وویل امریکا او اتحادي هیوادونه لا ددې خبرې جاج اخلي چې شام کې د کیمیائي وسلو د استعمال په حقله د ثبوتونو رامنځته کیدو ورسته څه قسمه اقدام وکړی شي
د امریکې د دفاع وزیر چک هیگل ویلي که چرې صدر براک اوباما شام خلاف د کاروائي فیصله وکړه نو پوځ دداسې قسمه کاروائي د پاره تیار دی.
بل اړخته، رپورټونه وايي شام او ملگري ملتونو یوه معاهده کړې ده چې ترمخه به يي د ملگرو ملتونو تحقیق کارانو ته هاغه ځائې ته د تلو اجازت ورکړی کیږي چرته چې د کیمیائي وسلو د استعمال رپورټونه راغلې دي.
د اتوار په ورځ د ملیشیا د سفر په مهال چک هیگل وویل امریکا او اتحادي هیوادونه لا ددې خبرې جاج اخلي چې شام کې د کیمیائي وسلو د استعمال په حقله د ثبوتونو رامنځته کیدو ورسته څه قسمه اقدام وکړی شي.
د امریکې عسکري او قامي سلامتیه صلاحکارانو د خالي په ورځ صدر براک اوباما ته د شام حکومت لخوا په ممکنه توگه د کیمیائي وسلو د استعمال په ځواب کې د ممکنه اقداماتو په حقله تفصیلات ورکړی شوي دي.
د سپېنې ماڼۍ په یو بیان کې ویل شوي چې امریکا په دې لړ کې استخباراتي معلومات او حقائق راټولوي، صدر براک اوباما د برطانيي وزیراعظم ډیوډ کیمرون سره هم صلاح مشوره کړې ده او دواړو مشرانو په صورتحال سنگینه فکرمندي ښکاره کړه.
د خالي په ورځ د سپینې ماڼۍ غونډه کې نائب صدر جوبائډن، د سي آئي ای مشر جان برینن او د قامي سلامتیه مشیره سوزسن رائس موجود. د غونډې نه څو ورځې وړاندې، چې د شام سرښار دمشق سره نزدې د کیمائي وسلو په حمله کې په سلگونو کسان وژل شوي دي.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي خارجه وزیر جان کیري په دې حقله د شام خپل هم منصب او سیمه کې نورو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. کیري د شام خارجه وزیر ولید المعلم ته د زیارت په ورځ ویلي که چرې د شام حکومت څه پټول نه غواړي نو د ملگرو ملتونو تحقیق کارانو ته د سیمې د دورې اجازت ورکړي.
د کیمیائي حملې د پلټونو په لړ کې د ملگرو ملتونو سره شوي د شام معاهدې په حقله سرکاري ټیلې وژن ویلي د ملگرو ملتونو چارواکو د دورې د پاره نیټه به ورسته ټاکلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG