لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش خلاف جنگ کې د امریکې گمنامه اتحادي هېواد، تائیوان


په شام او عراق کې د داعش نه بېرته اخیستل شوو سیمو کې د انساني خېرښېگړې په کارونو او او ثبات راوستلو کې امریکايي مامورینو د تائیوان د کوښښونو ستاینه وکړه. په دې لړ کې په واشنگټن کې د یوناېټډ سټیټس انسټیټوټ اف پېس کې یوه دستوره وشوه
په شام او عراق کې د داعش نه بېرته اخیستل شوو سیمو کې د انساني خېرښېگړې په کارونو او او ثبات راوستلو کې امریکايي مامورینو د تائیوان د کوښښونو ستاینه وکړه. په دې لړ کې په واشنگټن کې د یوناېټډ سټیټس انسټیټوټ اف پېس کې یوه دستوره وشوه

په نړیواله کچه کې د داعش خلاف جنگ کې امریکې د یو داسې ائتلافي هېواد د کوښښونو ستاینه کړې ده چې په خاموشۍ او گمنامۍ کې یې د داعش خلاف جنگ کې مرسته کړې ده. دغه هېواد تائیوان دی.

په شام او عراق کې د داعش نه بېرته اخیستل شوو سیمو کې د انساني خېرښېگړې په کارونو او او ثبات راوستلو کې امریکايي مامورینو د تائیوان د کوښښونو ستاینه وکړه. په دې لړ کې په واشنگټن کې د یوناېټډ سټیټس انسټیټوټ اف پېس کې یوه دستوره وشوه.

په امریکا کې د تائیوان سفیر سټینلی کاو د گل، دوشنبې، په ورځ وویل چې په شام کې د ځمکني بمونو یا لېنډ ماینز د لرې کولو دپاره به یې هېواد یو مېلین ډالر مالي امداد ورکوي او په عراق کې ددې کوښښونو دپاره به ٢٠ الات ورکوي.

د امریکې په شمول د داعش خلاف نړیوال ائتلاف کې ٧٧ هېوادونه شامل دي چې تائیوان پکې هم شامل دی. دا خبره د داعش خلاف ائتلاف کې د صدر ډانلډ ټرمپ نایب استازي ټېري ولف وکړه. هغه وویل تائیوان د داعش خلاف هلوځلو کې د ذکر وکړ خدمات ترسره کړې دي.

د امریکې په مشرۍ کې د داعش ضد ائتلاف کې تائیوان زیاتره په بشري امداد توجه کړې ده.

په ختیځه ایشیا کې د داعش خلاف د ائتلاف په نورو غړو کې جاپان، ملیشیا، فلېپینز، سنگاپور او جنوبي کوریا شامل دي. امریکايي چارواکې وايي که څه هم دغو هېوادونو ته د داعش دلاسه نیغ په نیغه څه خطر نشته خو په مختلفو مدونو کې ددې هېوادونو مرسته دا خبره په ډاگه کوي چې د ترهگرۍ خلاف په نړیواله کچه یوالې یا اتحاد موجود دی.

د پخواني صدر براک اوباما په وخت کې امریکا او چین د شام د مرستې دپاره جوړ انټرنیشنل سیریا سپورټ گروپ یا د شام د ملاتړې ډلې غړي وو خو لکه د ختیځې ایشیا د نورو هېوادونو په رنگ چین د داعش خلاف ائتلاف غړی نه دی.

د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ وايي د ترهگرۍ خلاف د امریکې د چین ترمنځ همکاري په محدوده کچه ده.

تائیوان د چین د جمهوري حکومت د لاندې دی او د تائېواد جزیره د خپل واک د لاندې ساتلو دپاره یې پوځي طاقت هم استعمال کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG