لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې معاهدې ته رسیدو دپاره امریکې او طالبانو په قطر کې بیا خبرې پېل کړې


د شورو، چهارشنبې، په ورځ پېل شویو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد کوي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ پېل شویو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد کوي

د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې ممکنه لوظنامې ته د حتمي شکل ورکولو دپاره امریکې او د افغانستان طالبانو د مذاکراتو شپږم پړاو په قطر کې پېل کړو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ پېل شویو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد کوي.

د طالبانو یو چارواکي د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل د خبرو په موجوده ناسته کې به زیاته توجه د هغه ابتدايي لوظنامې جزیاتو ته ورکولی شي چې فریقین پرې د مارچ د میاشت په ناسته کې متفق شوي وو.

طالب چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ته وویل د امریکې سره په موجوده ناسته کې د نور پرمختگ امید کوي خو دا یې وه نه وېل چې دا خبرې په څو روځې دوام ولري؟

د امریکې او د طالبانو دا خبرې یو کال وړاندې پېل شوي او دواړو فریقینو پکې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د انخلا او د طالبانو دا ضمانت شامل دی چې د افغانستان خاروه به د امریکې او اتحادیانو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي.

که چېرې د امریکې او د طالبانو ترمنځ لوظنامې ته حتمی شکل ورکی شو نو طالبان به د دې پابند وي چې د افغانستان خاوره به د نورو ملکونو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالیږي او په بدل کې به واشنگټن د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د ویستلو نېټه ټاکي.

د طالبانو سره د خبرو پېل کولو نه وړاندې زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او د ملاقات په اړه د طالبانو بیان وویل چې ملابرادر زلمي خلیلزاد ته وویل چې دا انتهايي ضروري ده چې د خبرو دواړو بنیادي ټکو ته دې حتمي شکل ورکړی شي. "دا به د مسلې د نورو اړخونو حل کولو ته لاره خلاصه کړي او مونږ د دې نه وړاندې نورو موضوعاتو ته نشي داخلېدی."

خو خلیلزاد په دا خبره تکرار کړې ده چې د طالبانو سره د معاهدې دپاره ضروري ده چې طالبان جامع اوربند او بین الافغاني خبرو ته غاړ کښېدي.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره او د ډز بندۍ په موضوع د خبرو نه ډډه کړې ده.

قطر ته د رسېدو وړاندې خلیلزاد په اسلام کې د پاکستاني مامورینو سره ولیدل او پاکستان نه غوښتنه وکړه چې طالبان دې په بین الافغاني مذاکرات کې گډون ته اماده کړي.

پاکستاني مامورینو سره د خبرو وروسته، خلیلزاد د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو دپاره د کوښښونو کې تندولو او په افغانستان د تشدد د خمتیدو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر تایدوي "خو (د ژمنو) عملي کوولو وخت راغلی دی."

په پاکستان د طالبانو د ملاتړ الزام لگول کېږي چې اسلام اباد یې ردوي او وايي د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو بندوبست یې کړې دی.

او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د افغان ماهرینو سره په یوه غونډه کې وویل "مونږ امید کوو چې په افغانستان کې د لسیزو ناامني ختمولو او په افغانستان کې د امن دپاره زمونږ کوښښونه به کامیاب شي."

په دوحه کې د امریکې او د طالبانو مذاکرات په داسې حال کې شروع شوي چې په کابل کې د طالبانو سره د مذاکراتو چوکاټ برابرولو دپاره مشورتي لویه جرگه پېل شوې ده. جرگه افغان صدر اشرف غني رابللي او پکې د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه ٣٢٠٠ استازي گډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG