لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سیاستدانان وايي پکاره نه وې چې کېمپ ډېوډ کې د طالبانو سره د خبرو بندوبست شوی وی


صدر ټرمپ د کېمپ ډیوډ غونډې په اړه وویل دا خفیه ساتل شوي وه او هیڅ چا یې په اړه څه معلومات نه وو
صدر ټرمپ د کېمپ ډیوډ غونډې په اړه وویل دا خفیه ساتل شوي وه او هیڅ چا یې په اړه څه معلومات نه وو

د امریکې د سیاحت په مرکز کېمپ ډېوډ کې د افغان صدر اشرف غني او طالبانو سره د سولې د خبرو اراده او بیا دغه خبرې ځنډول د خارجه تگلارې په مد کې د صدر ډانلډ ټرمپ غیرروایتي سفارتکاري څرگندوي.

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل یو رپورټ کې وايي صدر ټرمپ ویلي وو چې په کېمپ ډېوډ کې د غونډې دپاره افغان صدر او طالب مشران به د خالي، شنبې، په شپه امریکې ته راتلل.

خارجه وزیر مایک پامپېیو د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل په افغانستان کې د طالبانو د ورستیو حملو وروسته صدر ټرمپ ښه فیصله وکړه چې د کېمپ ډېوډ غونډه یې وځنډوله خو د امریکې د واک من ریپلېکن او حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ د کانگرس ځینو غړو ویلي پکار نه وه چې د طالبانو سره د خبرو پلان جوړ کړی شوی وی.

د ریپبلیکن پارټۍ کې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان غړي مېرمن لېز چېني وویل د کال ٢٠٠١ د نهم سېپټمبر د طالبانو په ملاتړ د القاعده د حملو وروسته امریکايي رهبرانو د ځواب ورکولو دپاره منصوبه سازي په کېمپ ډېوډ کې کړې وه نو پکاره نده چې طالبان هیڅ کله هلته قدم کښېږدي.

د ډیموکرېټک پارټۍ باب مېننډېز چې د سنېټ د خارجه کمېټۍ غړی هم دی وویل په کېمپ ډېوډ کې غونډه د صدر ټرمپ د داسې خارجه تگلاره په ډاگه کوي چې توجه یې په امن یا سټرېټېجک گټه نه بلکې د هغه په ذات ده.

د ریپلېکن پارټۍ اېډم کنزنجر چې په هوايي پوځ کې پایلټ و او په افغانستان او عراق کې یې دنده ترسره کړې ده په خپل ټوېټر پېغام کې وویل د یو داسې "ترهگرتنظیم" مشرانو ته امریکې ته د راتگ اجازت نه دي ورکول پکار چې د نهم سېپټمبر د حملو غندنه یې نه ده کړې او اوس هم په خپل هیواد کې د "ایویل" یا بدۍ په ډول وجود لري.

د ډیموکرېټک پارټۍ د صدارت امیدوار هوای کاسټرو وویل یو ترهگر تنظیم ته کېمپ ډېوډ ته بلنه ورکول ا ډیره عجیبه خبره ده.

په کېمپ ډېوډ کې د ځنډېلې غونډه په لړ کې مایک پامپېیو د صدر ټرمپ د فیصلې حمایت کړی او ویلي یې دي چې دا سخت گام و نه چې غیر ماهرت. مایک پامپېیو ویلي وو صدر ټرمپ به د طالبانو او افغان صدر اشرف غني سره بیل بیل ملاقاتونه کول او دا چې دغه غونډه په دې یقین کېدله چې د امریکې قامي مفادات به په وړاندې بوځي.

امریکايي او طالب مرکچیان د تیر یو کال راهسې په قطر کې خبرې کوي او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد چې په دغو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي تېره هفته یې وویل چې د طالبانو سر د معاهدې یوې مسودې ته حتمي شکل ورکړی شوی دی او که چېرې صدر ټرمپ دغه لوظنامه منظوره کړي نو د منظورۍ نه پس په ١٣٥ ورځو کې دننه به په افغانستان کې د پنځو مرکزونو څخه وځي.

پامپېیو وویل خلیلزاد ته ویل شوې دي چې هیواد ته ستن شي.

صدر ټرمپ د کېمپ ډیوډ غونډې په اړه وویل دا خفیه ساتل شوي وه او هیڅ چا یې په اړه څه معلومات نه وو. صدر ټرمپ وویل په کېمپ ډېوډ کې خبرې په کابل کې د طالبانو د ورستۍ حملې وروسته وځنډول شوي. په دغه حمله کې یو امریکايي عسکر هم ووژل شوی دی.

که څه هم صدر ټرمپ ویلي امریکا به په افغانستان کې خپل کردار ختموي خو مایک پامپېیو ویلي امریکې به په داسې حال کې د افغانستان څخه نه وځي چې د ترهگرۍ په ضد یې خپل مفادات نه وي محفوظ کړي.

طالبانو ویلي په کېمپ ډېوډ کې په بېړنۍ توگه د خبرو ځنډولو تر ټولو زیات نقصان به په افغانستان ته امریکايي ځواکونو ته رسي. طالبان وویل د امریکې اعتبار ته به زیان رسېږي، "نړۍ ته به یې د امن په ضد دریځ ښکاره شي، د دوی جاني او مالي تلفات به زیات شي او په نړیواله کچه به یې سیاسي لېن دین بې اعتیاره شي."

په افغانستان کې ٢۴٠٠ امریکايي عسکر وژل شوي او د ٢٠٠٠٠ نه زیات په جگړو کې زخمیان شوي دي.

په موجوده وخت کې امریکا په افغانستان کې ١۴٠٠٠ عسکر پرځای کړې دي.

په داسې حال کې چې صدر ټرمپ په کېمپ ډېوډ کې په افغانستان کې د امن په اړه غونډه ځنډولې ده او د طالبانو سره د مجوزه امن معاهدې معاهدې اینده د پوښتونو دلاندې دی. طالبانو ویلي د سېپټمبر په ٢٣ نېټه د افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته راضي شوي وو.

او د کېمپ ډېوډ د خبرو ځنډیدو وروسته افغان حکومت وویل د امریکې او نورو اتحادیانو د دایمي امن دپاره کار کوولو ته تیار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG