د افغانستان د طالبانو یو لوړ رتبه غړي د دې خبرې تصدیق کړی دی چې په افغانستان کې د امن په اړه یې د امریکې سره دا هفته د قطر په پایتخت دوحا کې نیغ په نیغه خبرې شوې دي.
طالب مشر د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ته وویل چې د طالبانو سره مذاکراتو کې د امریکايي ډلې مشري د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د امریکې نایب استازي مېرمن اېلس ویلز وکړه.
طالب مشر وویل د امریکې او د طالبانو د دغه اتبدايي خبرو مقصد په اینده کې د امریکې او طالبانو ترمنځ رابطو او ملاقاتونو دپاره چوکاټ برابرول وو.
طالب مشر وویل د خبرو عمومي فضا "ډیره ښه وه" او خبرې گټه ورې وې.
د امریکې او د طالبانو د خبرو په اړه خبرونه وړمبی په امریکايي مطبوعاتو کې شائع شوې وو خو د دې نه وړاندې یې نه امریکې او نه هم طالباتو تصدیق کړی و.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ طالبانو سره د خبرو په رپورټ په رسمي ډول د څه ویلو نه ډډه وکړه.
کله چې د سټیټ ډپارټمنټ د یو چارواکې نه د طالبانو سره د امریکې د مذاکراتو په اړه پوښتنه وشوه نو وې ویل "امریکا د افغان حکومت سره په مشوره د امن بهیر په وړاندې بوتلو دپاره لارې لټوي."
د امریکې د خارجه وزارت چارواکي دا خبره په ډاگه کړه چې افغان حکومت د مذاکراتو د شروع کولو په عمل کې په مکمله توگه شریک و. چارواکې زیاته کړه چې "د افغانستان د سیاسي اینده په اړه هر ډول مذاکرات به د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ کېږي."
طالبانو په دوحا کې څو کاله وړاندې دفتر پرانستلی دی.
طالبان د ډیر وخت راهسې امریکې سره په مستقیم ډول د مذاکراتو غوښتنه کوي او وايي افغان حکومت واک اختیار نه لري.
رپورټونه د امریکايي مامورینو له قوله وايي چې په دوحا کې د طالبانو سره د خبرو تحریک د تیر اختر په موقع د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ نه اخیستل شوی.