لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د حقاني ډلې او د طالبانو په شپږو وسله والو پابندۍ ولگولې


د کال ٢٠٠١ په دې تصوېر کې د طالبانو د قبایلي چارو وزیر جلال الدین حقیاني لیدل کیږي

د امریکې د خزانې وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حقاني ډلې او د طالبانو په شپږو وسله والو بندیزونه ولگول او په پاکستان یې غږ وکړو چې ترهگرو ډلو ته مالي مرستې په شنډولو کې مرسته وکړي.

د امریکې د خزانې وزارت یو چارواکې وویل د بندېزونو سره مخامخ شپږواړه وسله وال په افغانستان کې میشته دي او پکې عبدالصمد ثاني هم شامل دی. ثاني د طالبانو د خزاني نایب وزیر او د افغانستان د مرکزي بینک مشر و.

د امریکې د خزانې وزارت یو چارواکي سیگل مینډرکل وویل "پاکستاني حکومت ته پکار دي چې د طالبانو او د حقاني ډلې پناه ځایونه او مالي مرستې په نخښه کولو کې زمونږ سره همکاري وکړي."

وزارت وویل دغه وسله وال په افغانستان کې د امریکې په اتحادي ځواکونو حملو، قاچاق یا سمگلنگ او ترهگرو سره په مالي مرستو کې ککړ دي.

د خزاني د وزارت ترمخه په امریکا کې د دغه کسانو اساسي منجمد شوي دي او امریکایان ورسره هیڅ قسمه کاروبار نشي کولی.

د امریکې د خزانې وزارت چارواکې ښاغلي مېنډرکل وویل د طالبانو او د حقاني ډلې د وسله والو خلاف اقدامات د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې حمایت کوي چې ترهگرې ډلې تباه کړی شي او هغه کسان ښکاره کړی شي چې د وسله والو سره مرستې کوي.

صدر ټرمپ پاکستان ته د مېلینونو ډالرو پوځي امداد ځنډولی دی او د پاکستان نه یې غوښتنه کړې چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

د نوي کال په سحر په خپل وړمبي ټویټ کې صدر ټرمپ ویلي وو چې په تیرو ١٦ کلونو کې امریکې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په بدل کې پاکستان د درغلي او دروغو نه کار اخیستی دی.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي او وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

XS
SM
MD
LG