لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په څلورو افغانانو او دوو پاکستانیانو طالبانو سره د تړون په سر بندیزونه لگولي


 رویټزر خبري اداره د امریکې د خزانې وزارت د یو بیان په حواله وايي چې وزارت د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د القدس دستې سره تړلې په دوو ایرانیانو هم اقتصادي پابندۍ ولگولې
رویټزر خبري اداره د امریکې د خزانې وزارت د یو بیان په حواله وايي چې وزارت د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د القدس دستې سره تړلې په دوو ایرانیانو هم اقتصادي پابندۍ ولگولې

د امریکې د خزانې وزارت دوه پاکستانیان او څلور افغانان د طالبانو سره د تړون او په ځانمرگي حملو کې د لاس لرلو په سر نړیوال ترهگر وټاکل او اقتصادي پابندۍ یې پرې ولگولې.

رویټزر خبري اداره د امریکې د خزانې وزارت د یو بیان په حواله وايي چې وزارت د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د القدس دستې سره تړلې په دوو ایرانیانو هم اقتصادي پابندۍ ولگولې.

د امریکې د دغه گام په نتیجه کې به د امریکې د واکدارۍ د لاندې سیمو کې به بندیزونو سره مخ کړی شویو کسانو اساسي منجمد وي.

رویټزر د امریکې د خزانې وزارت له قوله وايي د طالبانو ملاتړي په ځانمرگي حملو او نورو مهلکو فعالیتونو کې ککړ دي او ایرانیانو ورسره د پېسو او نوره مالي مرسته کوله.

د خزاني وزارت وویل چې ایران طالبانو ته پوځي تربیه ورکوي، وسله او د پېسو امداد ورسره کوي او دا په ډاگه کوي چې تهران په جار د ترهگرۍ ملاتړ او د سیمې په چارو کې مداخلت کوي.

د طالبانو پرضد پابندۍ په داسې حال کې لگول شوې دي چې په نژدې ورځو کې وسله والو په افغانستان کې یو شمېر حملې کړې دي.

تیره هفته په کندهار کې د انتخاباتو د امنیت په اړه د یوې غونډې وروسته یو حمله کونکي په ډزو د ولایت د پولیس مشر عبدالرازق او د ولایت د استخباراتو مشر ووژلو. په حمله کې دوه امریکايان هم زخمیان شول یو پکې لوړ رتبه افسر برېگېډیر جېفري سمایلي و.

طالبانو د کندهار د حملې ذمه واري منلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG