لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې افغان سفیر: د طالبانو لیک د هغوي ماتې ښايي


په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب
په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب

امریکايي اولس ته د طالبانو یو څرگند لیک ته په ځواب کې په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب ویلي دغه خط په ښکاره توگه د طالبانو د بایلات ښايي.

افغان سفری حمدالله محب د طالبانو خط ته په ځواب کې دوه ټویټس کړې. په یو ټویټ کې هغه وايي د طالبانو خط د امریکېا اولس دپاره نه دی.

ښاغلی محب وايي "دا د دوی (طالبانو) د بادارانو پروپیگنډ دی چې غواړي د طالبانو لپاره کورنی ملاتړ ترلاسه کړي."

د افغانستان طالبانو په خط کې په امریکايي اولس غږ کړی دې چې د افغانستان جنگ د خبرو دلارې ختمیدلی شي او دا چې د امریکايي بمبارۍ د زیاتیدو باوجود هم امریکايي ځواکونه د طالبانو څخه "یو اینچ" سیمه هم بیرته نه ده نیولي.

په یو بل ټویټ کې افغان سفیر وايی افغان حکومت تل د روغې لپاره تیار دی. او په خوشحالۍ به هغه ټول طالبان ځان سره کړي چي په خپلو کړو پښېمانه شي. او د معصوم افغان اولس نه په هغوي د ظلمونو کولو بخښنه وغواړي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د انگریزۍ په شمول په یو شمیر ژبو کې د ١٠ پاڼو یو لیک خپور کړو چې پکې یې د هغه په وینا د طالبانو گټو او د امریکې په مشرۍ کې د "غیرقانوني" اشغال د ناکامیو ذکر شوی دی.

په خپل خط کې طالبانو امید څرگند کړی دی چې د امریکې اولس، بې طرفه ډلې او "په امن مئین" د کانگرس غړي به یې په غور ولولي او په افغانستان کې به د خپل پوځ اینده وڅیړي.

لیک وايي امریکې متحد طالبانو او القاعده لمینځه یوړل خو ددې پرځای یې گډوډي رامنځته کړه او په هېواد کې گڼ شمیر ډلې او گوندونه رامنځته شول، چې اشاره یې په افغانستان کې د داعش راپورته کیدوته هم وه.

طالبانو په خپل خط کې د ملگرو ملتونو د یوې ورستۍ نظر پوښتنې هم ذکر کړی دی چې وايي په افغانستان کې د کوکنارو پیداوار تر د ریکارډ حده پورې زیات شوی دی، چې په هېواد کې بې د بې ثباتۍ سبب جوړیږي او طالبانو ته تر ٦٥ فېصد پورې مالي وسایل برابروي.

د طالبانو خط په افغانستان کې په تیرو ١٧ ؤ کالو کې د افغانۍ د ارزښت، د لویو سړکونو جوړولو او نړۍ ته منل شوي افغان حکومت په گډون د یو شمیر نورو لاس ته راوړنو ذکر نه دی کړی او نه هم دغه خط په افغانستان کې په سکولونو کې د جینکو او هلکانو طالب علمانو په شمیره کې زیاتوالی یادوي. طالبانو د خپل واک په وخت د جینکو تعلیم باندې بندیز لگولی و او د ناریناو لپاره هم سکولونه تر اخر وخت پورې ونه پرانستل شول.

طالبانو خط په داسې حال کې شائع کړی دی چې امریکايي ځواکونو د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې د لاندې په افغانستان کې د وسلوالو خلاف هوايي او ځمکني عملیات چټک کړې دي.

په افغانستان کې د امریکايي او د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن دا هفته د ختیځ افغانستان د سفر په مهال ویلي د عملیاتو چټکتیا مثبتې نیجې راوړې دي. هغه وویل وسلوالو ته په پراخه کچه نقصان رسول شوی دی او د وسلوالو د قبضې نه گڼ شمیر ولایتي مرکزونه او اولسوالۍ بیرته نیول شوي دي.

د طالبانو د ورستۍ حملو په اړه جنرل نکلسن وویل دا د طالبانو گټه نا بلکې د هغوي تلفات په ډاگه کوي.

خو طالبانو د امریکايي گټو دعودې د پوښتنو دلاندې راوستي.

په جوزجان ولایت کې د طالبانو وسلوال
په جوزجان ولایت کې د طالبانو وسلوال

د طالبانو خط وايي د تیرکال د سپټمبر د میاشت راهسې امریکايي ځواکونو ٧٥١ هوايي بریدونه کړې دي خو د طالبانو څخه یې یو اینچ ځمکه هم نه ده نیولي او نه هم امریکايي ځواکونه نور قوي شوي دي.

خط وايي د صدر ټرمپ د او د هغه "جنگ خوښونکو" مشیرانو د تگلارې په نتیجه کې به په افغانستان او په د دې سیمې نه بهر هم جنگ دوام ولري.

طالبان د ډیر وخت راهسې وايي چې په مستقیم ډول د امریکي سره خبرو ته تیار دي خو افغان حکومت ته د "د امریکې گوډاگیان" وايي چې د مذاکراتو اختیار نه لري.

افغان صدر اشرف غني هم په یو وخت کې طالبانو سره د مذاکراتو حمایت کولو او تیره میاشت په کابل کې د یو شمیر خونړۍ حملو ورسته یې ویلي طالبانو سره به خبرې نه کوي.
په دغه حملو کې د کابل په انټرکانټیټننټل هوټل او د دفاع وزرات باندې بریدونه شامل وو چې پکې ١۴٠ کسان وژل شوي دي. په هوټل حمله کې څلور امریکایان هم وژل شوي دي.

طالبانو د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د حملې په نتیجه په کابل کې د طالبانو پرضد جذبات راپورته شوي دي او صدر ټرمپ هم ویلي طالبانو د ملکي خلکو په وژنه کې ککړ دي نو ځکه ورسره خبرې نشي کیدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG