لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: په قطر کې طالب مشران باید په افغانستان کې د امن دپاره هلې ځلې وکړي


د طالبانو سره په قطر کې د خبرو ورستۍ ناسته په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی افغان نژاد زلمی خلیلزاد دا میاشت وکړه

د امریکې خارجه وزارت ویلي هغه طالب مشران چې د گوانټانامو زندان څخه ازاد شوي او د طالبانو د قطر دفتر سره یوځای شوي دي د هغوي نه امید کوي چې په افغانستان کې به د امن دپاره کار وکړي.

په نژدې ورځو کې امریکايي مامورینو په دوحه کې د دغه دفتر د لارې طالبانو سره لومړنۍ خبرې کړې دي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ دغه بیان د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې مهال ورکړو چې طالبانو وویل د گوانټانامو څخه په کال ٢٠١۴ کې ازاد شوي پنځه پخواني لوړ رتبه مشران یې په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې شامل شول او په افغانستان کې به د امن دپاره کار کوي.

سټېټ ډپارټمنټ د طالبانو د دغه گام په اړه وویل "مونږ دا رپورټونه لیدلي دي او دا خبره منو چې د استازو غوره کوول د طالبانو خپله دنده ده. خو دا زمونږ امید دی چې دا مشران به د جنگ د ختمولو د امناک حل دپاره کار وکړي."

سټېټ ډپارټمنټ دا خبرداری هم وکړو چې که چېرې په قطر کې میشته د طالبانو د سیاسي کمیټۍ غړي په افغانستان کې د تشدد د وړاندې بوتلو هڅې وکړې نو دا به د کمېټۍ دپاره بدې اغېزې ولري "ځکه چې د طالبانو سیاسي کمېټي په دې مقصد جوړه شوي او هم ځکه وجود لري چې د سولې په داسې مذاکراتو کې به گډون کوي چې نتیجه به یې سیاسي حل وي."

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل د قطر دفتر کې شامل شویو طالب مشرانو ته په یوه دستوره کې په رسمي ډول د "سیاسي مرکچیانو" کار وسپارل شو. مجاهد وویل "دوی کافي ارام وکړو او اوس یې (د طالبانو) عملي خدمت بیا پېل کړو."

په قطر کې د طالبانو په ازاد شویو مشرانو کې د طالبانو د وخت داخله وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د طالبانو د بلخ او لغمان ولایتونو والي یا گورنر ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق واسق چې د طالبانو د استخباراتو نائب مشر وو، د طالبانو فوجي مشر ملا فاضل مظلوم او د طالبانو د مواصلاتو رئیس محمد نبي عمري شامل دي.

د خپلو مشرانو په بدل کې طالبانو د امریکايي پوځ یو عسکر سارجنټ بوبرگډال د خپلې ولکې نه ازاد کړو.

د طالبانو په سیاسي دفتر کې دغه طالب مشران په داسې وخت شامل شوي چې د واشنگټن او د طالبانو ترمنځ د لومړیو خبرو لږ تر لږه دوه معلوم دورې شوې دي.

د طالبانو سره په قطر کې د خبرو ورستۍ ناسته په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی افغان نژاد زلمی خلیلزاد دا میاشت وکړه.

طالب ترجمان زبیح الله مجاهد وویل چې د طالب مشرانو د قطر دفتر کې ورشاملېدل به د امریکې سره په لومړیو خبرو "لوې اثر" وغورځوي.

د طالبانو د پخواینو لوړ رتبه مامورینو د بیا فعاله کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تیره هفته پاکستان د طالبانو پخواني نایب مشر ملا عبدالغني برادر او یو بل مهم طالب مشر ملا صمد ثاني د ډیر وخت د قید نه ازاد کړل.

د پاکستان حکومت په یو بیان کې د طالبانو د ازدولو په اړه وویل "ملا برادر او ملا صمد ثانی د پاکستان د هغه ژمنې سره سم ازاد کړی شوې دي چې په افغانستان کې د امن په پروسه کې به مرسته کوي...مونږ د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د مفاهمت د پروسې سره ژمنه لرو."

د گوانټانامو نه د ازادیدو ورسته د طالبانو پنځه غړي قطر ته لیږل شوي وو او د قطر حکومت دا ذمه واري وه چې د دې نه وړاندې دغه طالبان بیا فعالیتونو ته پرېنږدي.

څیړونکي وايي امریکا به هم پشي شا رضا وه چې د طالبانو دغه غړي د قطر په دفتر کې شامل شي.

د امریکې د میرین ځواکونو پخواني افسر اېډم واینسټین، چې په افغانستان کې هم پاتې شوی او د طالبانو سره یې د امریکې د مذاکراتو لاره هواره کړې ده، وايي د دواړو خواؤ ترمنځ د لومړنیو مذاکراتو په نتیجه کې د اافغانستان د مسلې سیاسي حل راپیدا کیدی شي.

اېډم واینسټین چې دا مهال د پاکستان په سفر دی او په اسلام اباد کې د امنیت په موضوع وینا کوي، وي او ای ته وویل "زه په کوټه کې نه یم چې راته معلومه شي چې په کومو شرایطو خبرې کیږي، خو که چېرې امریکا سنجیده وي، پاکستان سنجیده وي او طالبان سنجیده وي او افغان حکومت سنجیده وي، نو ځما په خیال (د مسلې د حل) امکان شته."

XS
SM
MD
LG