لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خلیلزاد: د طالبانو سره خبرو کې "حقیقي پرمختگ" شوی


په قطر کې د امریکې او افغان طالبانو د خبرو ورستۍ ناسته د نهې، سه شنبې، په ورځ سر ته ورسېده

په قطر کې د امریکې او افغان طالبانو د خبرو ورستۍ ناسته د نهې، سه شنبې، په ورځ سر ته ورسېده او دواړو فریقینو وویل په مذاکراتو کې یې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په انخلا او د ترهگرۍ ضد ضمانتونو په موضوعات پرمختگ کړی دی.

د طالبانو سره د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي، په ټوېټر یې په مذاکراتو کې د پرمختگ ذکر وکړو. هغه وویل کې څه هم په خبرو کې د "لوړو او ژورو" سره مخامخ شوي وو خو "حقیقي پرمختگ" یې پکې کړی دی.

زلمي خلیلزاد وویل "د امن دپاره حالات بهتر شوې دي، دا خبره واضحه ده چې ټول فریقین د جنگ خاتمه غواړي."

طالبانو هم د پرمختگ خبره وکړه خو طالب ترجمان ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته په بیان کې وویل "په دې غونډه کې په اور بند او د کابل ادارې سره په مذاکراتو هیڅ کومه فیصله نه ده شوې."

زلمي خلیلزاد د څلورو برخو د ټوېټر په پېغام کې وویل په افغانستان کې امن په څلورو مسلو لوظنامې ته اړتیا لري، چې پکې د ترهگرۍ خلاف ضمانتونه، د خارجي ځواکونو انخلا، بین الافغاني مکالمه او جامع اوربند شامل دي. هغه زیاته کړه چې د جنورۍ د میاشت په مذاکراتو کې "مونږ په اصولي توگه" په دې څلورو نقطو متفق شوي وو.

خو زلمي خلیلزاد وویل اوس د لومړو دوو نقطو "په مسوده اتفاق" شوی دی.

امریکايي استازي وویل کله چې د ځواکونو په انخلا او د وتلو په وخت او د ترهگرۍ ضد په ضمانتونو لوظنامې ته حتمي شکل ورکړی شي نو طالبان او د حکومت په شمول نور افغانان به د سیاسي جورجاړي او د جامع ډزبندۍ دپاره افغانان بین الافغاني مذاکرات پېل کړي.

زلمي خلیلزاد وویل په بل پړاو کې به په واشنگټن او د امریکې نورو اتحادي هېوادونو سره خبرې اترې او صلاح مشوره وي، زر به د طالبانو سره بیا خبرې کوي. "حتمي معاهده ترهغه پورې نشي کېدلی ترڅو په هر څه اتفاق نه وي شوی."

د افغان صدر ترجمان هارون چخانسوري وویل په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې د کوښښونه ستاینه کوي او امید کوي چې د طالبانو سره اوږد مهاله ډزبندي او د افغان حکومت سره د طالبانو خبرې به زر پېل شي.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت سره مخ په مخ مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

د طالب ترجمان د نهی، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل "له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول" کېدلو په موضوع هر اړخیزې خبرې وشوې. " داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کېوځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟"

طالب ترجمان وویل" د اوس لپاره به دواړه لوري په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوي، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي اوپه راتلونکي غونډه کې به چې وخت به يې وروسته د دواړو مذاکراتي ټیمونو په موافقه تعینیږي امادګي نیسي."

XS
SM
MD
LG