لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او طالبانو خبرې د دوو ورځو د وقفې وروسته پېل کیدونکې دي


افغان صدر اشرف غني ویلي حکومت یې چمتو دی چې طالبانو ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکرات وکړي، خو د طالبانو سره د حکومت سره د تفاهم پرته طالبان له تور لیست څخه نشي وتلی
افغان صدر اشرف غني ویلي حکومت یې چمتو دی چې طالبانو ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکرات وکړي، خو د طالبانو سره د حکومت سره د تفاهم پرته طالبان له تور لیست څخه نشي وتلی

امریکي او د افغان طالبانو استازي په قطر کې د دوو ورځو د وقفې ورسته د خپلو مذاکراتو پنځمه ناسته د خالي، شنبې، په ورځ بیا ېپل کونکي دي.

د فریقېنو ترمنځ د خبرو دا ناسته تېره هفته شروع شوې ده چې پکې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد کوي. په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي وو چې په مذاکراتو کې د وقفي مقصد په خبرو کې دښکیلو اړخونو ارام او د صلاح مشورې دپاره وخت ورکول وو.

بلخوا افغان صدر اشرف غني ویلي حکومت یې چمتو دی چې طالبانو ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکرات وکړي، خو د طالبانو سره د حکومت سره د تفاهم پرته طالبان له تور لیست څخه نشي وتلی.

په قطر کې په افغانستان کې د امن په غرض خبرې په داسې حال کې کیږي چې د جمعې په ورځ طالبانو په جنوبي افغانستان کې په یو پوځي مرکز د حملې دعوه وکړه او وې ویل په حمله کې یې لږ تر لږه ٢٥ عسکر وژلي او گڼ شمیر نور یې نیولي دي.

افغان مامورینو او طالبانو ویلي په درنه وسله سنبال حمله کونکو چې پکې ځانمرگي هم شامل وو په هلمند ولایت کې یې په شوراب پوځي مرکز یرغل وکړو. لومړي ځانمرگي حمله کونکو د ځان پورې تړلې بمونه خلاص کړل او بیا په پوځي مرکز ناتاره ډزې پېل کړې. رپورټونه وايي افغان امنیتي ځواکون جوابي ډزې پېل کړې او د دواړو خواو ترمنځ جگړې د جمعې د ورځ د ماسپښین پورې دوام درلود.

په دغه مرکز کې امریکايي ځواکونه هم پاتې شوې دي.

یو ځايي افغان چارواکي د نوم څرگندولو په شرط وي او ای ته په حمله کې د ٢٥ عسکرو د وژل کېدو تصدیق وکړو او وې ویل یو شمېر نور عسکر طالبانو یرغمل نیولي دي.

طالبانو د حملې ذمه واري ومنله او وې ویل په حمله کې یې هوايي جهازونه هم تباه کړې دي.

طالبانو په هلمند کې د حملې دعوه په داسې حال کې کړې ده چې افغان صدر اشرف غني او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد پرې بیا بیا د ډز بندۍ او تشدد نه د لاس اخیستلو غړ کړی دی.

اشرف غني یو وارې بیا طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړو.

دپنجشنبې په ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دملي ورځې د نمانځنې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطبه وویلسوله متقابل عزت دی او کله چې مونږ له قید او شرط پرته د سولې مذاکرات اعلان کړل، تاسې ته مو په کم نظر ونه کتل، تاسې هم د افغانستان عظیم ملت ته په کم نظر مه ګورئ.

ولسمشر غني تر دې دمخه هم څو کرته طالبانو ته د مزاکراتو اؤ په کابل کې ددفتر ورکولو وړاندیز کړی خو طالبان دافغان دولت سره دسولې دخبرو نه پرله پسې انکار کوي اؤ دریځ لري چې د اشرف غني دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ دامریکا سره نیغ په نېغه خبرې کوي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د تیر گل، دوشبنې، د ورځ راهسې طالب مشرانو سره افغانستان کې دسولې دخبرو پینځم پړاؤ پیل کړی اؤ طالبانو هیله ښودلې ده چې په دې خبرو کې به امریکا سره یوې غوڅې موافقې ته ورسیږي.

که څه هم دشویو خبرو تراوسه بشپړ جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو دطالبانو اړوند سرچینو ویلي هغه خبرې چې تراوسه شوي دي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او همداراز دافغان خاورې دامریکا ،نړۍ او دسیمې دنورو هیوادونو پرضد دنه کاررول کیدلو پرسر بحثونه شوي دي

تراوسه دقطر په دوحه ښارکې دامریکا او طالبانو ترمنځ پینځه ناستې ترسره شوي دي او افغان چارواکو ویلي هڅه کیږي چې په دې خبرو کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دمخامخ خبرو اترو او په افغانستان کې د سرتاسري اوربند په تړاو هم بحث او خبرې وشي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین وي او ای سره په یوه مرکه کې دا خبره په ډاگه کړه چې په د امریکې سره د ډز بندۍ او په بین الافغاني مذاکراتو لا خبرې نه کیږي. هغه وویل دا وخت خبرې د امریکايي ځواکونو په انخلا او په دې موضوع کیږي چې د طالبان هیڅ چا ته دا اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا خلاف د ترهگرۍ دپاره استعمال شي. هغه زیاته کړه په دې دوو موضوعاتو پرمختگ شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG