لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او طالبانو د مذاکراتو ورستی پړاو گټور وبللو



په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي، د مذاکراتو د ورستي پړاو په اړه یې څه وه نه وېل
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي، د مذاکراتو د ورستي پړاو په اړه یې څه وه نه وېل

د امریکې او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو ورستۍ ناسته په قطر کې سر ته رسېدلې ده چې دواړو خواو گټوره وبلله او ویې د راتلونکو گامونو په اړه به د خپلو مشرانو سره مشورې کوي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره د خبرو د ورستۍ ناستې په اړه د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل چې د اگست په دریمه نیټه پېل کړی شوی د خبرو پړاو سر ته ورسېدو او د راتلونکو گامونو په اړه د مشورې دپاره هغه واشنگټن ته روان شوی دی.

د خبرو په دغه ناسته کې خلیلزاد وویل دواړ فریقینو "تخنیکي تفصیلاتو" ته توجه ورکړه. "دا گټورې وې."

د خبرو د اتمې ناستې وروسته د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د گل، دوشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل مذاکرات "اوږده او ګټور" وو او اوس به "هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې" کوي.

تېره هفته طالبانو ویلي وو چې د خبرو د دې پړاو وروسته معاهدې ته د رسېدو امکان شته.

زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي، د مذاکراتو د ورستي پړاو په اړه یې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل "زه امید کوم چې په افغانستان کې د جنگ دا اخبری اختر وي."

اتوار، یکشنبه، په افغانستان کې د لوې اختر لومړۍ ورځ وه او اېسوسي اېټډ پرېس په خپل رپورټ کې ووېل د لوې اختر ورځ په امن کې تېره شوه او د تشدد کومه لویه پېښه وه نشوه.

افغان صدر اشرف غني د اختر د لمونځ ادا کولو وروسته وویل افغانان سوله غواړي خو داسې سوله چې افغانان پکې عزت ولري. "سوله نه غواړو چې پکې زمونږ خلک بې وطنه شي."

ښاغلي غني زیاته کړه د کوچني اختر په مهال اوربند ټولې دنیا ولیدو چې افغانان ورته خوشحاله وؤ اؤ هرچا ویل جنګ نه غواړي، نو داچې افغانان جنګ نه غواړي، دا جګړه بیا افغانان نه کوي.

امریکې د تېر یو کال راهسې د طالبانو سره خبرې پېل کړې دي چې هدف یې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو انخلا او په بدل کې د طالبانو دا ضمانت دی چې افغانستان به بیا د امریکي او د امریکي د اتحادیانو خلاف د وسله والو مرکز نه جوړېږي.

د امریکې او د طالبانو د تړون یوه ماده به دا هم وي چې طالبان به بین الافغاني مذاکراتو ته اماده کېږي چې پکې د افغان حکومت سره خبرې هم شاملې دي. طالبانو تر اوسه د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی او وايي د کابل اداره واک اختیار نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG