لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او طالبان به دا میاشت په قطر کې بیا خبرې کوي


په افغانستان د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسلام اباد ته تللی و او د ټوېټر دلارې یې وویل پاکستاني مامورین یې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د شوي پرمختگ نه خبر کړل
په افغانستان د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسلام اباد ته تللی و او د ټوېټر دلارې یې وویل پاکستاني مامورین یې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د شوي پرمختگ نه خبر کړل

په افغانستان کې د سولې دپاره خپل کوښښونه د وړاندې بوتلو په لړ امریکې د پاکستان او د نورو سیمه ایزو هېوادونو سره تازه رابطې کړې دي او د طالبانو سره په مذاکراتو کې د جمود ختمولو دپاره به دا میاشت په قطر د خبرو بله ناسته کوي.

په افغانستان د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسلام اباد ته تللی و او د ټوېټر دلارې یې وویل پاکستاني مامورین یې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د شوي پرمختگ نه خبر کړل.

خلیلزاد وویل پاکستاني مامورینو سره یې په دې هم خبرې وکړې چې پاکستان څه ډول د طالبانو سره په خبرو کې مرسته کولی شي. زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره د زلمي خلیلزاد په خبرو خبر یوې سرچېنې د وي او ای خبریال ایاز گل ته وویل "په داسې حال کې چې د امن په بهیر کې جمود دی، هغه (زلمی خلیلزاد) غواړي چې د پاکستان په شمول هرڅوک د لچک اظهار وکړي."

سرچېنې وویل واشنگټن "د پاکستان نه ډیر توقعات لري خو اوس دوی (امریکایانو) ته دا احساس شوی چې پاکستان په طالبانو اختیار نه لري."

د خلیلزاد د سفر په پای کې د پاکستان خارجه وزارت یه یو بیان کې وویل اسلام اباد په افغانستان کې امن ته ژمن دی او په ټولو اړونده فریقېنو غږ کوي چې په سیاسي توگه د افغانستان اوږد جنگ د ختمولو دپاره دې د موجوده موقع نه گټه پورته کړي.

د امریکې او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه مذاکرات د تېر یو کال راهسې روان دي او دواړو فریقېنو پکې د پرمختگ خبرې کړي دي خو طالبان وايي ترڅو ټول امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه نه وي وتلي، جنگ به نه بندوي او په بین الافغاني خبرو کې به شرکت هم نه کوي. خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو د دغه دریځ لامله یې د امریکې سره خبرې د جمود ښکار شوې دي.

خلیلزاد ویلي د طالبانو سره لوظنامه کې باید په ټولو موضوعاتو اتفاق شامل وي.

اسلام آباد وايي د امریکې او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر د پاکستان د مرستې په نتیجه کې شروع شوی دی خو پاېلې باید چې فریقېن خپله ترلاسه کړي. یو لوړ رتبه چارواکي وي او ای ته ویلي "مونږ اس اوبو ته جلب کړی دی خو اوبه خو په خوله کې نشو ورکولی."

پاکستان هم د امریکې او طالبان په خبرو کې په ځنډ ناخوښه ښکاري او وايي د هر ممکنه صورتحال دپاره یې ځان تیار کړی دی چې پکې د فریقېنو ترمنځ د معاهدې نه کېدل هم دي.

د افغانستان سره په پوله پرتو عسکرو سره د یوې ورستۍ لېدنې په مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل پاکستان د افغانستان د مفاهمت او د سولې بهیر د کامیابۍ دپاره مثبت کردار ادا کوي خو "مونږ د نا لېدلي حالت دپاره هم ځان تیار ساتو."

جنرل باجوه وویل د ازغن تار، د نویو قلعو، پوسټونو او د اضافي ایف سي ځواکونو پرځای کولو دلارې ځان تیار ساتي.

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په ٢٦٠٠ کلومېټر اوږد سرحد د ازغن تار لگولو کار پېل کړې دی او وايي د سږ کال تر اخېره به سر ته ورسول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG