لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای پي: طالبان د امریکې سره د خبرو دویم پړاو ته تیار دي


د جنوبي ایشیا د چارو دپاره د امریکې استازې مېرمن اېلېس ویلز په یوه ورستۍ دوره کې کابل کې د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار هم هم لېدلې وو

د افغانستان د طالبانو ځینې مشرانو دایسوسي اېټډ پریس خبري ادارې ته په جدا جدا مرکو کې ویلي دوی تیار دي چې په ممکنه توگه دا میاشت د امریکې سره د خبرو دویمه ناسته وکړي او د قیدیانو د تبادلې، د اعتماد سازۍ او د رسمي مذاکراتو دپاره لارې چارې ولټوي.

ای پي وویل طالب مشرانو ورسره د نومونو د نه څرگندولو په شرط خبرې وکړې ځکه چې دوی ته د مطبوعاتو سره په رسمي ډول د خبرو اجازه نشته. ای پي وايي دغه طالب مشرانو ورته د جولايي په میاشت کې د جنوبي ایشیا دپاره د امرېکې خصوصي استازې مېرمن ایلېس وېلز سره د شویو خبرو حال هم تېر کړو.

ای پي وايي یو طالب مشر وویل د مېرمن اېلېس وېلز سره خبرې په دې ژمنه سر ته ورسیدې چې د سپټمېر په میاشت کې به بیا ویني. ای پي وايي واشنگټن په رسمي ډول د اېلیس وېلز او د طالبانو د ملاقات په رسمي ډول نه تصدیق نه او نه یې هم تردید کړی دی.

امریکا او افغان حکومت وايي د هېواد د اینده په اړه د خبرو مشري به خپله افغانان کوي او ویل کیږي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې د افغانانو د خپل منځو مذاکراتو دپاره لاره هواروي. طالبان د ډیر وخت راهسې امریکې سره په مستقیم ډول د خبرو غوښتنه کوي.

ای پي وايي یو طالب مشر ورسره د قطر نه په ټېلې فون خبرې وکړې چرته چې طالبان سیاسي دفتر لري او وې ویل د واشنگټن په انتظار دي چې د خبرو دپاره نېټه وټاکي.

په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

دغه گمنامه طالب مشرانو وویل په جولايي کې د مېرمن اېلیس ویلېز سره په خبرو کې طالبانو وغوښتل چې د رسمي مذاکراتو د پېل کېدو دپاره دې په قطر کې د دوی سیاسي دفتر دې په رسمي توگه وپېژندل شي او په طالب رهبرانو دې بندیزونه ختم کړی شي.

طالبانو د افغانستان د زندانونو نه د طالب قیدیانو د ازادیدو غوښتنه هم کړې چې د طالبانو په وینا شمېره یې ٢٠٠٠ ده.

ای پي وایي واشنگټن هم په طالبانو غږ کړی چې د دوی قیدیان دې ازاد کړي. په دغو قیدیانو کې د کابل د امریکن یونیورسټۍ استازان شامل دي. یو امریکايي شهري کوېن کنگ او دویم د اسټریلیا شهري ټمتي ویکس دی چې په کال ٢٠١٦ کې د کابل ته تښتول شوې دي.

ای پي وايي طالب مشرانو دا خبره هم وکړه چې د امریکې او د طالبانو خبرې په ابتدايي مرحله کې دي او پکې د رسمي مذاکراتو دپاره په وړو وړو تفصیلاتو خبرې کولی شي.

طالب مشرانو وویل د جولايي په ملاقات کې په یو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې په افغانستان کې د پارلیماني انتخاباتو دپاره د امریکې غوښتنه وه چې طالبان دې د دوو میاشتو دپاره اور بند ته راضي شی او طالب مشرانو ته دې اجازت ورکړی شي چې د افغان حکومت په قید کې د طالب قیدیانو سره ملاقات وکړي. ای پي وايي په یوه نقته هم تر دا دمه کومه موافقه نه ده شوي.

د ای پي رپورټ وايي طالب مشرانو وویل په قطر کې د طالبانو او د مېرمن ایلېس وېلز د خبرو تفصیلات د طالبانو رهبي شورا د رهبري استازي نور الدین ترابي دلارې رهبري شورا سره شریک کړی شول. ویل کیږي چې ښاغلی ترابي په خصوصي توگه قطر ته ورغلی و خو ای پي وايي دا نه ده معلومه چې هغه د کوم ځای څخه قطر ته سفر کړی و.

ای پي وايي د اسلام اباد د تردیدونو پرته هم دا گڼل کیږي چې د طالبانو رهبري شورا په پاکستان کې میشته ده. اي پي وايي په کال ٢٠٠١ کې کله چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړو نور الدین ترابي د طالبانو د انصاف او د نهې عن المنکر د څانگو وزیر و.

XS
SM
MD
LG