لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ټیکساس ریاست د سکول شاگردان وايي د دردونکې وخت نه تېریږي


د ټیکساس په سکول کې پاکستانۍ شاگرده شکیبه شیخ هم وژل شوي ده

د امریکې ټیکساس ریاست یو وړوکې کلي سینټافی په هاي سکول کې د ګڼ شمیرطالب علمانو د وژل کیدو او او ژوبل کېدو په پېښه کې محفوظ پاتې طالب علمان د دردونکې وخت نه تېریږي.

پولیس وايي ۱۷-کلن ډزې کوونکی تورن تن ډي میټریوز پګورچیز د ټیکساس ریاست په سینټا فی هاي سکول کې د خپل پلار په دوو طماچو لس کسان ووژل او ۱۳ نور يې ژوبل کړل چې زیاتره طالب علمان وو.

د سکول په ډزو کې بچ شوو طالب علمانو کې دوه طالب علمان برینډي کرافټ او ډیلن مټل سټیډ دي.

برینډي کرافټ او ډیلن مټل سټیډ دواړه څو شریک خاصیتونه لري. دواړه د ۱۷ کالونو دي او د آرلن په نوم مارکیټ کې یو ځای کار کوي او اوس دواړه د هغه بد وخت نه تیریږي چې تنکي ځوانان باید دداسې تجربې نه تېر نه شي.

هغه وايي "کله هم چې زه کار ته راشم، نو زه اول غسل خانې ته لاړ شم . او د کار شروع کولو وړاندې هلته ډېر اوژاړم او وروستو د خلکو په مخونو باندې خندا راولم."

مټل سټیډ وايي هغه د خپل پام اړولو لپاره هره ورځ کار ته ځي. "په دې وخت ماله ددې هرڅه نه خپل پام اړول پکار دي ځکه چې خلک ژوبل کړی شوي او ځينې پکې وژل شوي. زه په دغه خلکو کې نه ووم نو ماله د خپل ژوند لپاره ډیر شکر ویستل پکار دي."

په دغه مارکیټ کې په بل رجسټر باندې برینډي کرافټ د خپل ګاهک په وړاندې د خندا کوشش کوي خو دا یو اسان کار نه دی.

برینډي کرافټ وايي "دا ډېره د ویرې خبره ده چې ته په یو ټولنه کې ځان محفوظ ګڼې او بیا دغه هرڅه ستانه د سترګو په رپ کې واخستی شي. زما ډېر ملګري، ډېر نزدې ملګري او زما د سکاوټ ځنې جینکۍ ملګرې د سکول په دغه ډزو کې وژل شوي دي."

کرافټ ډزې کوونکی تورن تن ډي میټریوز پګورچیز پېژندو چې اوس د پولیس په ولقه کې دی. "ډیمیټري چې څه کړي هغه غلط دي. زه د هغه داسې کار کولو باره کې سوچ هم نه شم کولی، که څه هم هغه دا کار کړی. دا ما ته اوس هم یو یریدونکی خوب ښکاري."

د مشکوک هلک کورنۍ په یو بیان کې ویلي دوي په دغه پېښه ډېره حیران او خفه شوي او د اغیزمندو کورنیو سره یې د خفګان څرګندونه کړې ده.

پګورچې دا وخت د ضمانت بغیر د پولیس په ولقه کې دی او په هغه باندې د یو شمېرخلکووژلو تورونه لګولی شوي.

که چېرې په مشکوک قاتل باندي فرد جرم ثابت شو نو هغه به د مرګ سزا سره نه مخ کیږي ځکه چې د ټیکساس د قانون لاندې که چرې د ۱۸ کالونه کم عمر تن څوک اووژني نو هغه د ټول عمري قید سزا سره مخ کیدی شي او د ۴۰ کالو پس هغه په ضمانت خوشې کیدی شي.

سږ کال دا د امریکې په سکولونو کې د ډزو ۲۲ مه پېښه ده او په اتو ورځو کې دریمه داسې پېښه ده چې پکې په سکول کې دننه یو وسله وال تن خلک ویشتي.

XS
SM
MD
LG