د امریکې د نېشنل سېکیورټي یا د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امریکا هندوستان سره د اېټمي توانای د غېرپوځي استعمال په برخه کې د همکارۍ په لاره کې خنډان لرې کولو دپاره حتمي ګامونه پورته کوي. هغه وویل دا به د دواړو ملکونو تعلقات د مضبوطولو په لړ کې اهم ګام وي.
په کال ۲۰۰۷ کې امریکې د هندوستان سره یو معاهده دستخط کړه چې ترمخه يې د هندوستان د اېټمي چاودنو وروسته په هېواد د امریکې بندیزونه ختم شول او د دواړو ملکونو ترمنځ د اېټمي تېکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ ته يې لاره خلاصه کړه. د معاهدې هدف د توانای ضرورت پوره کولو په لړ کې د هندوستان مرسته کول وو.
خو د هندوستان دا قانون د امریکايي کمپنیانو دپاره په هندوستان کې د اېټمي بجلي ګر جوړولو په لاره کې لوی خنډ دی چې که چېرې څه حادثه کېږي نو بهرنۍ کمپني به يې ذمه واره وي نه چې هغه کمپني چې دغه بجلي ګر چلوي.
سولېون وویل د غېر پوځي اېټمي ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ په لاره کې خنډان د لرې کولو دپاره کاغذي کاروایي به زر سر ته ورسوول شي، د تېر وخت خنډان به لرې کړی شي او د دواړو ملکونو ترمنځ په غېر حکومتي کچه اېټمي تعاون، د ساینسدانانو او د ټېکنالوجۍ د ماهرینو ترمنځ د همکارۍ نوی باب به پرانیستل شي.
د نوي دلي په انډین انسټېټیوټ اف ټېکنالوجي کې د وېنا په مهال سولېون د امریکې او د هندوستان همکاري د هند او د بحرالکاهل سیمې د امن او ثبات دپاره اهمه وبلله.
څېړونکي وايي هندوستان ته د سولېون دوره د امریکې او د هند د مظبوطو تعلقاتو څرګندونه کوي چې په تېرو څو کلونو کې نور زیات شوي دي او دا چې دواړه ملکونو په مشترکه توګه د چین په اړه تشویش لري.
سولېون وویل دوه کاله مخکې دواړو ملکونو شروع کړی دا تحریک چې په سټرټيجېک ټېکنالوجۍ کې به همکاري زیاتوي د دواړو ملکونو د تعلق اهمه برخه ده.
د دغه تحریک دلاندې دواړه ملکونه صلاح شوي چې په نوي او په حساسه ټېکنالوجۍ، کوانټم کمپوټينګ، دفاع، مصنوعي ذهانت او د وایرلېس فایو جي نېټ ورک په برخه کې به همکاري زیاتوي. چين په دې مېدان کې بالادستي حاصله کړې ده.
سولېون په نوي دلي کې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي، د قومي سلامتیا مشیر اجیت دوال او د هندوستان خارجه وزیر سوبرامېنین جی شنکر سره ملاقاتونه وکړل.
سولېون سره د ملاقات په اړه جی شنکر په اېکس خپل پوسټ کې وویل د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات د نور زیاتولو په موضوع يې خبرو اترو ته دوام ورکړو.
روس سره د هندوستان د نږدې تعلقاتو او په یوکرېن کې د جنګ په سر د اختلافاتو باوجود د امریکې او د هندوستان تعلقات په تېرو څو کلونو کې زیات شوي دي. د یو سېک بېلتون خوښي رهنما چې امریکايي شهری دی، په هغه په ناکامه قاتلانه حمله کې د هندوستان د حکومت د یو پخواني کارکونکي د مبینه ککړتیا په سره او د واشنګټن او نوي ترمنځ تاوتریخوالی موجود دی.
Forum