لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به اوکراین ته د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالیت اضافي پوځي امداد ورکوي


د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل امریکايي امداد به د جنګ په مېدان د اوکراین بهادر ځواکونه قوي کړي او روس نه د اوکراین خپلواکه علاقې په بیرته نیولو کې به د اوکرایني عسکرو مرسته وکړي
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل امریکايي امداد به د جنګ په مېدان د اوکراین بهادر ځواکونه قوي کړي او روس نه د اوکراین خپلواکه علاقې په بیرته نیولو کې به د اوکرایني عسکرو مرسته وکړي

امریکا به اوکراین ته د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالیت اضافي پوځی امداد ورکوي او پېنګان ویلي اوکراین ته په تازه امداد کې به د هوايي دفاع مزایلې، واړه ډرون او بکتر بند موټرې ورکول کېږي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان اوکراین سره د تازه پوځې اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ وکړو.

امریکې اوکراین ته د نور پوځي امداد اعلان په داسې حال کې کړی دی چې اوکرایني ځواکونو د روس خلاف جوابي عملیات شروع کړي دي خو رفتار یې د سست روۍ ښکار دی.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل امریکايي امداد به د جنګ په مېدان د اوکراین بهادر ځواکونه قوي کړي او روس نه د اوکراین خپلواکه علاقې په بیرته نیولو کې به د اوکرایني عسکرو مرسته وکړي.

بلېنکن په یو بیان کې وویل د اوکراین ولس د روس د جارحیت په ضد د خپل ملک دفاع کوي او د روس بې رحمه حملې اوکراینیان وژني او د غیر پوځي بنیادي سهولتونه تباه کوي.

اوکراین سره د امریکې په نوي امداد کې ګوله بارود، د پېټریاټ نومې هوايي دفاعي نظام مزایلې، سټېنګر مزايلې، د راکټو ګولې، بکتر بند موټرې او نور مختلف قسمه مزایلې او راکټې شاملې دي.

په نوي امداد کې به امریکا په لومړي ځل اوکراین ته د امریکې بلېک هارنېټ نومې د څارنې ډرون جهازونه ورکوي. دا واړه ډرون د استخباراتي معلوماتو راټولولو دپاره استعمالېږی چې وړاندې نورو مغربي ملکونو اوکراین ته ورکړي دي.

د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین د روس د یرغل راهسې امریکې اوکراین ته په مجموعي توګه د ۴۳ بېلین ډالرو نه زیات پوځي امداد ورکړی دی.

په عین حال کې د اوکراین هوايي دفاع نظام د ایران جوړ شهید ډرون مخه نیولې چې روس په کییف ور ویشتلي وو. په کییف دا میاشت دا د ډرون شپږمه حمله وه.

بلخوا د روس د دفاع وزارت وویل یو روسي سمندري جهاز د اوکراین هغه دوه سمندري ډرون تباه کړل چې په تور سمندرګي کې یې په روسي سمندري جهاز حمله کړې وه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د روس پارلمېمنټ یو قانون منظور کړو چې له مخې یې په پوځ کې د لازمي بهرتۍ دپاره د عمر حد ۲۷ نه ۳۰ کاله ته زیات کړو. د دغه ګام هدف په اوکراین کې د جنګ دپاره د رېکروټانو تعداد زیاتول دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېترز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG