لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ډانلډ ټرمپ: د "بربریت" قوتونه به د امریکې دلاسه ماتی خوري


د ٩/١١ په یاد کې د پینټگان د ودانۍ په یو اړخ د امریکې بیرغ نېم کښو ځوړند کړی شو
د ٩/١١ په یاد کې د پینټگان د ودانۍ په یو اړخ د امریکې بیرغ نېم کښو ځوړند کړی شو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کال ٢٠٠١ د سپټمبر په ١١ مه نیټه په نیویارک او واشنگټن کې د القاعدې د حملو په یاد کې دستورې ته وینا کې لوظ وکړو چې امریکا به د "بربریت" قوتونو ته ماتی ورکوي او د ځمکې په مخ به داسې کوم ځای نه پریښدي چې "وحشي قاتلان" پکې پناه واخلي.

په پینټگان یا دفاع وزارت کې د ٩/١١ په یاد کې دستورې ته خپل تقریر کې صدر ټرمپ وویل "د بدۍ او د بربریت قوتونو" امریکایان ویرول غوښتل خو هغه زیاته کړه چې هیڅ څوک هم امریکا نشي ویرولی.

صدر ټرمپ وویل د پینټگان دا وداني د ټولې نړۍ دپاره د امریکې د پوځي قوت علامت دی.

د القاعده پخواني مشر اوسامه بن لادن د ٩/١١ حملو ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په دغه حملو کې شا او خوا ٣٠٠٠ کسان وژل شوي دي.

د پینټگان دستورې ته وینا کې صدر ټرمپ وویل امریکا به هیڅ کله هم په دغه حملو کې وژل شوي کسان هیر نه کړي او تل به ورته احترام وړاندې کوي.

صدر ټرمپ وویل د کال ٩/١١ حملو ورسته ٧٠٠٠ امریکايي امنیتي ځواکونو د نړۍ په گوټ گوټ کې د ترهگرو په تعقب کې ژوندونه دلاسه ورکړي دي. هغه لوظ وکړو چې د دنیا به مخ به داسې کوم ځای، داسې د "تیاره کونج" نه پریښدي چې "وحشي قاتلان" پکې پناه واخلي.

په پینټگان کې د تقریر نه وړاندې صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس هم د ٩/١١ په یاد کې دستوره شرکت وکړو. په دستوره کې صدر ټرمپ سحر ٢٠ منټه کم په نهه بجې د څو شېبو لپاره احتراماً خاموشي اختیار کړه. دا هغه وخت و چې په نیویارک کې د القاعده ترهگرو وړمبی جهاز د ورلډ ټریډ سینټر یوې ودانۍ سره ټکر کړو.

درویشت منټه ورسته، دویم جهاز د ورلډ ټریډ سینټر دویمې ودانۍ سره وجنگول شو. بیا د ورلډ ټریډ سنیټر دواړه ودانۍ په لمبو، لوگي او گرد کې رانسکورې شوي.

د ٩/١١ په یاد کې په نیویارک کې هم دستوره وشوه. په دستوره کې د څو شېبو لپاره خاموشي اختیار کړی شوه او د هغه کسانو نومونه واخیستل شو چې په دغه حملو کې وژل شوي دي.

د ٩/١١ حملې د امریکې په خاوره د ترهگرۍ تر ټولو بدترینې پیښې دي.

د ٩/١١ په یاد کې د پینټگان د ودانۍ په یو اړخ د امریکې بیرغ نېم کښو ځوړند کړی شو.

د امریکې په ولکه کې د القاعده یو مرکزي کردار خالد شیخ محمد د ٩/١١ د حملو د سازش تیارولو اعتراف کړی دی. خالد شیخ محمد په کال ٢٠٠٣ کې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې نیول شوی دی.

د القاعده پخوانی مشر اوسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې د امریکې خصوصي میرین ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژلو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG