د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت اعلان کړی دی چې په نوي مالي کال کې به ملک ته د کډوالو د راتک شمېره کمووي او تر ۱۵۰۰۰ پورې مهاجرینو ته به پناه ورکوي.
د صدر ټرمپ حکومت د ۲۰۱۷ راهسې په امریکا کې د پناه اخیستونکو شمېره کموي.
د کال ۲۰۲۰ دپاره د صدر ټرمپ حکومت په ملک د کډوالو حد ۱۸۰۰۰ ټاکلی و خو ۱۰۸۹۲ کسانو ته یې په هېواد کې د اوسېدو اجازت ورکړی و چې د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په کال ۱۹۸۰ کې کانګرس نه د کډوالو د قانون منظورېدو وروسته په امریکا کې د کډوالو تر ټولو کم تعداد و.
د وي او ای رپورټ وايي د صدر ټرمپ پېش رو صدر براک اوباما د حکومت په مهال د کډوالو تعداد د ۷۰۰۰۰ نه تر د ۸۵۰۰۰ پورې و.
د ۲۰۲۱ نوی مالي کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه شروع شو.
د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وویل د کال ۲۰۲۱ دپاره د صدر ټرمپ د حکومت تجویز د دنیا هغه کمزوري خلک چې په هجرب مجبورېږي په پام کې لري خو لومړۍ ترجیح یې د امریکاي ولس تحفظ دی.
لودرن امیګرېشن اېنډ رېفیوجي سروس چې د امریکايي حکومت په مالي مرسته چلېدونکی تنظیم دی او په امریکا کې د کډوالو په ابادېدو کې مرسته کوي، یو چارواکی کرېش وېناراجا یې وايي د کډوالو په اړه د صدر ټرمپ د حکومت د اعلان په اړه وايي امریکې ته د راتلونکو کډوالو شمېره کموول داسې ده لکه چې د یو قام په حېث امریکا د خپلې اخلاقي ذمه وارۍ نه په شا کېږي.