لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د افغانستان جگړه په څو ورځو کې گټلی شو


صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان
صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختگ شوی دی او دا خبره بیا یې تکرار کړه چې په افغانستان کې جگړه په څو ورځ کې گټلی شي خو نه غواړي چې په مېلینونو خلک ووژني.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل "مونږ ډیر پرمختگ کړی دی او خبرې دوام لري."

صدر ټرمپ وویل په افغانستان کې امریکايي ځواکونه "په دوو، دریو، څلورو ورځو کې (جنگ) گټلی شي خو زه نه غواړم چې وگورم چې ١٠ مېلینه خلک ووژل شي."

صدر ټرمپ تیره میاشت هم د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره په وایټ په شریک خبري کانفرنس کې ویلي وو چې د افغانستان جنگ په څو ورځو کې گټل کېدی شي او افغانستان به د دنیا د مخ نه لرې شي خو نه غواړي چې په میلینونو خلک ووژل شي.

د صدر ټرمپ په دغه څرگندونو افغان حکومت او په افغانستان کې قهرجن غبرگون راپارېدلی و. افغان حکومت په سفارتي کچه د امریکې نه د صدر ټرمپ د خبرو په اړه د سپیناوي غوښتنه کړې وه.

صدر ټرمپ د افغانستان په اړه خبرې په داسې حال کې وکړې چې د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې ویلي امریکا اؤ طالبان یو داسې تړون ته ورنزدې شوي چې له مخې به یې امریکا دافغانستان څخه خپل شاوخوا شپږ زره پوځیان وباسي اؤ طالبان به د اوربند ترڅنګ القاعده سره دخپلو اړیکو غوڅولو اعلان هم وکړي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ دوایټ هاوس په غونډه کې د واشنگټن پوسټ د خبر په اړه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا به د طالبانو سره د امکاني تړون په نتیجه کې په افغانستان کې د عسکرو شمیره ٨٠٠٠ ته راکمه کړي، نو هغه څه واضحه ځواب ورنکړو.

امریکا دا وخت په افغانستان کې شا او خوا ١۴٠٠٠ عسکر لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG