لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځېنې څیړونکي په امریکايي ویزو د صدر ټرمپ د بندیزونو حمایت کوي خو کاروباریان یې زیانمن ګام بولي


په واشنګټن کې د اکنامک پالیسي انسټېټیوټ نومې ادارې ډېنیل کوسټا وايي کرونا وایرس له امله په سفر د بندیزونو په نتیجه کې امریکې د امیګرېشن نظام هڅې هم تړل شوی دی او د کرونا وایرس د بیا زیاتېدونکو کېسونو په سبب یې زر د پرانیستل کېدو امکان نشته
په واشنګټن کې د اکنامک پالیسي انسټېټیوټ نومې ادارې ډېنیل کوسټا وايي کرونا وایرس له امله په سفر د بندیزونو په نتیجه کې امریکې د امیګرېشن نظام هڅې هم تړل شوی دی او د کرونا وایرس د بیا زیاتېدونکو کېسونو په سبب یې زر د پرانیستل کېدو امکان نشته

امریکې ته د مهاجرت یا امیګریشن د کموولو پلویانو په امریکايي وزیرو د صدر ډانلډ ټرمپ د پابندۍ هرکلی کړی دی.

په واشنګټن کې د سېڼر فار امیګرېشن سټډیز یا د مهاجرت د مطالعې د مرکز مشر مارک کریکورین په ویزو د بندیز په لړ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان شوي د صدر ټرمپ حکمنامه یوه بریا بلي. د ښاغلي کریکورین مرکز امریکې ته د مهاجرت یا امیګرېشن د کموولو دپاره هلې ځلې کوي.

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله بې روزګاره شویو امریکایانو روزګارونو ته د تحفظ ورکولو په خاطر صدر ډانلډ ټرمپ د هغو ویزو په یو شمېر قسمونو عارضي پابندي لګولې چې د لاندې یې خارجي کارکوونکي امریکې ته راتګ کولی شي.

د کاروبارونو مشران او اقتصاد پوهان وايي د صدر ټرمپ د ګام په نتیجه کې به نه یوازې په لنډه موده کې د امریکې اقتصاد ته زیان ورسیږي بلکې په اینده کې به کې باصلاحیته خلک د بهر نه امریکې ته د تګ دپاره ډیر اماده نه وي.

په واشنګټن کې د کاونسل ان فارن ريلېشنز نومې ادارې څیړونکی اېډورډ اېلډن وايي په ویزو د بندیز د حکومت اقدام د امریکې اقتصاد نه د ناخبرۍ په بنیاد جاري کړی شوی دی.

صدر ټرمپ د یوې حکمنامې دلارې د سږ کال د اخېره پورې د نورو ملکونو نه کارکوونکو راوستلو دپاره په اېچ ون بي، جی ون او اېل ون ویزو پابندي ولګوله.

صدر ټرمپ ویلي په ویزو پابندي یې امریکايي کاروکونکو ته د تحفظ په خاطر لګولي چې کرونا وایرس له امله اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې یې روزګارونه د لاسه ورکړي دي. امریکايي مامورین وايي په ملک د بې روزګارۍ شرح د ۱۳ فیصد نه هم زیاته شوي ده.

صدر ټرمپ ویلي په داسې حال کې چې د کرونا وایرس له امله اقتصادي هلې ځلې کمې شوي په خصوصي ویزو امریکې ته د خارجي کارکوونکو راتګ د امریکايي کارکوونکو دپاره غیر معمولي خطر دی.

د امریکې د چېمبر اف کامرس مشر تامس جی ډوناهو د صدر ټرمپ حکمنامه امریکې ته د قانوني مهاجرت په لاره کې لوې خنډ وبللو. هغه وویل د انجنیرانو، ډاکټرانو، ايي ټي ماهرینو او نرسانو ته د نا هرکلي بورډ لګول به د امریکې مرسته ونکړي. هغه زیاته کړه په امیګرین بندیزونه به سرمایه کاري او اقتصادي هلې ځلې نورو ملکونو ته منتقل کړي، پرمختک او د کار روزګار موقعې به ورو شي.

د کاونسل ان فارن ريلېشنز نومې ادارې څیړونکی اېډورډ اېلډن وايي پرله پسې څیړونو دا خبره څرګنده کړې ده چې خصوصاً د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخو کې بهر نه باصلاحیته کسانو د راوستلو دلارې پرمختګ کیږي، پیداوار کې اضافه کیږي او د امریکایانو دپاره نور روزګارونه پېدا کیږي.

ځېنو ماهرینو د صدر ټرمپ د حکمنامې د عملي ګټې په اړه هم پوښتنې راپورته کړي دي.

په واشنګټن کې د اکنامک پالیسي انسټېټیوټ نومې ادارې ډېنیل کوسټا وايي کرونا وایرس له امله په سفر د بندیزونو په نتیجه کې امریکې د امیګرېشن نظام هڅې هم تړل شوی دی او د کرونا وایرس د بیا زیاتېدونکو کېسونو په سبب یې زر د پرانیستل کېدو امکان نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG