لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر‌ټرمپ په ملک کې د یوالي او د نسلي تعصب د ختمولو غوښتنه کړې 


په سیاټل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مظاهرې پرامنه وې خو د دې نه په وړاندې ورځو کې په ښار کې د احتجاجونو په مهال د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوې وې او صدر ټرمپ د ښار احتجاج کوونکې د کور ترهګرو په نامه یاد کړي دي
په سیاټل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مظاهرې پرامنه وې خو د دې نه په وړاندې ورځو کې په ښار کې د احتجاجونو په مهال د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوې وې او صدر ټرمپ د ښار احتجاج کوونکې د کور ترهګرو په نامه یاد کړي دي

د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په سر د قهرجنو احتجاجونو وروسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د اقلیتي ټولنو د اقتصادي پرمختګ او د هغوی په علاقو کې د صحت د خېر ښیګړې سهولتونو د ښه کوولو دپاره به په بېړنۍ توګه ګامونه پورته کوي. امریکايي صدر په ملک کې د یوالي او د نسلي تعصب د ختمولو غږ هم وکړو.

وایټ هاوس د اقلیتونو د پرمختګ دپاره د دغه مجوزه پروګرام تفصیلات نه دي وړاندې کړي خو ویلي یې دي چې دا د څلورو نقطو د هغه منصوبې برخه ده چې دلاندې به یې د اقلیتي ټولنو دپاره د تحفظ، مواقعو پېدا کوولو او د هغوی د وقار دپاره هلې ځلې کولی شي.

د تېکسس ریاست په ډېلس ښار کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پولیس په اړه یوې غونډې ته صدر ټرمپ وویل د اقلیتونو د ترقۍ د منصوبې د برخې په توګه به په جدید ډول د پولیس د تربيي او د پولیس افسرانو د طاقت د استعمال په اړه به زر یوه حکمنامه جاري کوي.

صدر ټرمپ وویل د تعصب او د کرکې خلاف په شریکه کار پکار دی خو هغه زیاته کړه هیڅ زخم به جوړ نشي او هیڅ پرمختګ به ونشي که چېرې په هرچا د دروغو د نسل پرستۍ الزام ولګول شي.

صدر ټرمپ په خپله دې وینا تنقید رد کړو چې د احتجاجونو په مهال دې قانون عملي کوونکي چارواکي په لویه شمېره کې موجود وي.

د امریکې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې د می په ۲۵ نېټه د پولیس په ولکه کې د ۴۶ کلن جورج فلویډ د مرګ په سراحتجاجونه دوام لري. فلویډ چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په هیوسټن ښار کې خاورو ته وسپارل شو په داسې حال کې مړ شوی چې د ګرفتارۍ په مهال یې یو پولیس افسر په مرۍ زنګون اېښودی و او فلوید نعرې کولې چې ساه نشي اخیستی. د هغه په مرګ تورن پولیس افسران نیول شوي دي.

د فلویډ د مرګ په سر د احتجاجونو په مهال د امریکې په یو شمېر ښارونو کې د دوکانو نه لوټ مار، په پولیس حملې او ودانیو او د پولیس موټرو د اورونو اچولو پېښې شوي وې. په سرښار واشنګټن او یو شمېر نورو ښارونو کې د شپې د وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځآی کړی شوی و چې اوس لېرې کړی شوی دی.

په واشنګټن کې د مظاهرو په مهال د امن ساتلو دپاره د نېشنل ګارډز خصوصي عسکر پرځای کړی شوي وو او صدر ټرمپ په مظاهرو د تشدد مخنیوي دپاره د پوځ پرځآی کوولو وړاندیز کړی و خو موجوده او پخواني پوځي مامورینو یې سخت مخالفت وکړو.

د جورج فلویډ د مرګ په سر مظاهرې جاري دي او صدر د واشنګټن ریاست په مرکزي ښار سیاټل کې د مظاهرو په انداز ټکونه وکړل.

په سیاټل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مظاهرې پرامنه وې خو د دې نه په وړاندې ورځو کې په ښار کې د احتجاجونو په مهال د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوې وې او صدر ټرمپ د ښار احتجاج کوونکې د کور ترهګرو په نامه یاد کړي دي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر لا اېنډ ارډر ټکې تکرار کړل چې معنا یې ده قانون او نظم.

صدر ټرمپ د سیاټل ښار په مامورینو تنقید وکړو او ویې وېل "خپل ښار دا اوس بېرته واخلۍ. که چېرې تاسو یې نشۍ کولی نو زه یې کولی شم. دا لوبه نه ده."

د سیاټل ښار والې یا میر جېني ډرکن د صدر ټرمپ په ځواب کې وویل "مونږ ټول محفوظ کړه. خپل بنکر (مورچل) ته بېرته لاړ شه. #بلېک لایوز مېټر (د تورپوستو ژوندونه اهمیت لري)."

د مظاهرو په مهال احتجاج کوونکي د پولیس محکمو او د دوی د مالي پنګو د ختمولو غوښتنې کوي خو صدر ټرمپ یې ردوي او وايي د دې خبرې اجازت په ور نکړي. هغه دا تاثر هم ردوي چې پولیس په خلکو زور زیاتی کوي او وايي خرابه مڼه به هرځای وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG