د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه په ریاستي ګورنرانو غږ کوي چې کلیساګانې، جوماتونه، د یهودیانو او د نورو مذهبونو عبادتخانې دې په بېړنۍ توګه پرانځي خکه چې دا خلکو ته بنیادي خدمات ورکوي.
صدر ټرمپ وویل په دې لړ کې یې د وبايي ناروغو د مخنیوي ادارې امر کړي د مذهبي ټولنو دپاره دې هدایات جاري کړي.
صدر ټرمپ په هغو ریاستي ګورنرانو تنقید وکړو چې هغه په قول د شرابو دوکانونو او د حمل ختمولو کلینکونو خو یې د پرانیستل کېدو امر کړی خو د عبادت ځایونه یې بند ساتلي دي.
صدر ټرمپ وویل پادریان، راهبان، امامان او نور مذهبي مشران به دا خبره یقیني کوي چې د دوی غونډې په په محفوظ توګه سر ته رسولی شي.
د مذهبي ازادۍ دپاره کارکونکي فرسټ لېبرټي نومې ادارې د صدر ټرمپ د اعلان هرکلی وکړو. د ادارې یو چارواکي جرمي ډېس وویل عقیده لرونکو امریکایانو د دې ګام د ډیر وخت راهسې انتظار کولو.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي مذهبي ټولنو د صدر ټرمپ د اعلان تود هرکلی نه دی کړی.
د کلیساګانو اتحاديي نېشنل کاونسل اف چرچز وویل د کلیساګانو د پرانیستل امر "غیر ذمه وارانه " دی.
صدر ټرمپ د عبادتخانو د پرانیستل کېدو په داسې مخال کړی دی چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په امریکا کې میشته مسلمانان به د روژې میاشت په ختمیدو د اختر خوشحالۍ کوي خو جوماتونه تړل شوي دي.
په امریکا کې د مسلمانانو د شهري حقونو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلېشنز ترجمان ابراهیم هوپر وویل د مسلمانانو د ټولنې مشرانو مخې نه فیصله کړې ده چې جوماتونه به د راتلونکې ډیر وخت پورې بند وي او په دې اړه په فيصله د صدر پرځای جوماتونه کوي.
د وي او ای انګریزۍ څانګه خپل رپورټ کې وايی دا نه چې ټرمپ به خپله فیصله په ریاستي ګورنرانو څنګه مني که چېر هغوی په لویو غونډ محدودیت پرځای ساتل غواړي.