لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: صدر ټرمپ د هېواد په حکومتي ادارو او جمهوري روایاتو حملې کړې


صدر ټرمپ څو څو ځله په میډیا باندې تورونه لګولي چې په سمه توګه هغه خبرونو ته ځای نه ورکوي او په شخصي توګه په خبریالانو نیغ په نېغه سخت ټکونه کړي
صدر ټرمپ څو څو ځله په میډیا باندې تورونه لګولي چې په سمه توګه هغه خبرونو ته ځای نه ورکوي او په شخصي توګه په خبریالانو نیغ په نېغه سخت ټکونه کړي

په ټوله نړۍ کې د ازادۍ او جمهوریت د څار امریکايي اداره فریډم هاوس وايي صدر ډانلډ ټرمپ د ازادې میډیا، عدلیې، د کرپشن خلاف جوړ کړی شویو حفاظتي تدابیرو او د انتخاباتو قانوني حیثیت په شمول د ملک په مهمو ادارو او جمهوري روایاتو حملې کوي.

فریډم هاوس په خپل کلني رپورټ کې ویلي د امریکې جمهوریت ډېر مضبوط دی خو د خپل بقا د خطرې سره مخ دی.

فریډم هاوس خبرداری کړی چې په نړۍ کې جمهوریت په شا روان دی او په امریکا کې یې په جمهوریت باندې غټه فکرمندي څرګنده کړې. د امریکې جمهوریت دا وخت د ازادۍ په پېمانه باندې د یونان، کروایشیا او منګولیا سره په صف کې یوځای ولاړ دی خو د جرمني، فرانس او برطانیې نه په صف کې ډېر وروستو دی.

د فریډم هاوس سره کار کوونکې سارا ریپوچې وايي د امریکې مرکزي ادارې د حملو لاندې دي. هغه وایي په عدلیه باندې حملې، میډیا بدنامول، کرپشن، د مفاداتو جنګ او زمونږ د انتخاباتو په قانوني حیثیت باندې حملې زمونږ ترټولو غټې فکرمندۍ دي.

وایټ هاوس د فریډم هاوس په وروستي خبرداري د څه ویلو نه ډډه کړې.

صدر ټرمپ څو څو ځله په میډیا باندې تورونه لګولي چې په سمه توګه هغه خبرونو ته ځای نه ورکوي او په شخصي توګه په خبریالانو نیغ په نېغه سخت ټکونه کړي. نوموړي په یو موقع وایټ هاوس کې د سي این این خبري ټیلي ويژن یو خبریال په پوښتنه سخت ردعمل څرګند کړی و او خبریال ته يې سختې خبرې کړې وې.

صدر ټرمپ ویلي وو "زه به تاسو ته دا ووایم چې سي این این له په دې شرم پکار دی چې ستا په رنګ خبریالان ورسره کار کوي. ته ډېر بې ادبه، او خراب انسان یې. تا له د سي این این سره کار کول پکار نه دي."

څیړنکاران وايي امریکا په ځانګړې توګه د خطرې سره مخ ده ځکه چې د ملک یو شمېر جمهوري اصول د قوانینو په ځای په روایاتو باندې اډهاڼه لري.

Carnegie Endowment for International Peace نومې ادارې سره کارکوونکې ریچل کلاین فیلډ وايي: "مونږ د نورو ملکونو په مقابله کې ډېر زیات غیر معمولي یو. ډیرو ملکونو په دویم جنګ عظیم کې خپل جمهوریتونه وبایلل او دا یې دوباره په ډېرو مضبوطو او عصري ادارو باندې جوړ کړل چې د انتظامیې د مداخلت نه لرې ساتل شوي."

ساره رپوچې وايي د امریکې ډېرجمهورې روایات په ملکي آیین کې نشته چې د کلونو راهسې د دباو لاندې دي. نوموړې وايي امریکا د نورو ملکونو لپاره په روایتې توګه یو نمونه وه او اوس هم په نورو ملکونو باندې ډېر اثر لري. هغه وايي نور ملکونه ګوري چې په امریکا کې څه روان دي او هغوي زمونږ د مشرانو د رویو نه سبق اخلي. د صدر ټرمپ په اکثر موقعو باندې د نړۍ ترټولو بد آمرانو ستاینه دا تاثر ورکوي چې هغه د جمهوریت په اهمیت یقین نه لري.

رپوچې او کلاین فیلډ فکر کوي چې د امریکې جمهوري ادارې مضبوطې دي او مقاومت لري خو د کانګریس په غړو او عامو امریکایانو باندې یې غږ کړی چې د خپلو جمهوري ادارو د بقا لپاره اودریږي او دغه مسله د پامه نه اړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG