لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د امریکې د قامي سلامتیا مشیر لرې کړو


امریکايي صدر زیاته کړه چې د جان بولټن استعفا یې نهې، سه شنبې، په سحر ترلاسه کړه. ډانلډ ټرمپ د جان بولټن شکریه ادا کړه او ویې ویل اینده هفته به د قامي سلامتیا مشیر نامزد کړي
امریکايي صدر زیاته کړه چې د جان بولټن استعفا یې نهې، سه شنبې، په سحر ترلاسه کړه. ډانلډ ټرمپ د جان بولټن شکریه ادا کړه او ویې ویل اینده هفته به د قامي سلامتیا مشیر نامزد کړي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د هیواد د قامي سلامتیا مشیر جان بولټن یې د دندې څخه لرې کړو.

صدر ټرمپ په ټوېټر وویل "ما جان بولټن بېگا شپه خبر کړو چې په وایټ هاوس کې د هغه خدمات نور نه دي پکار. لکه په حکومت کې د نورو خلکو په څېر ما د هغه د ډیرو تجویزونو سره سخت اختلاف لرلو، نو ځکه مې جان بولټن نه غوښتنه وکړه چې استعفا ورکړه."

امریکايي صدر زیاته کړه چې د جان بولټن استعفا یې نهې، سه شنبې، په سحر ترلاسه کړه. ډانلډ ټرمپ د جان بولټن شکریه ادا کړه او ویې ویل اینده هفته به د قامي سلامیتا مشیر نامزد کړي.

د صدر ټرمپ د اعلان په ځواب کې جان بولټن وویل هغه خپله د استعفا ورکولو وړاندېز کړی و او صدر ورته ویلي وو چې په دې اړه به "سبا خبرې وکړو."

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر په داسې حال کې لرې کړی شوی چې افغان صدر اشرف غني او طالب استازي په افغانستان کې د امن په موضوع د صدر ټرمپ سره خفیه غونډې دپاره امریکې ته راتلونکي وو. خو صدر ټرمپ په ناڅاپي ډول دغه خبرې وځنډولې.


Bolton, in a quick and immediate response on Twitter said: "I offered to resign last night and President Trump said, "Let's talk about it tomorrow."
د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن د جان بولټن د گوښه کېدو په اړه په خپل رپورټ کې وویل چې صدر ټرمپ په دې مطبوعاتي رپورټونو رضا نه و چې جان بولټن یې د طالبانو سره د غونډې مخالفت کولو.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد چې د طالبانو سره یې په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوله بیرته امریکې ته رابلل شوی دی.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د طالبانو سره د سولې خبرې اترې "ختمې" دي او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان جګړې ختمولو لپاره يې د طالبانو سره د لیدو کتو نور هیڅ شوق نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG