لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورنی تعلق نه، قابلیت به امریکې د راتگ یا امیگریشن بنیاد وي


ټاکل شوې ده چې صدر ټرمپ به د امیگرېشن یا مهاجرت په اړه د خپل حکومت تگلاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان کړي
ټاکل شوې ده چې صدر ټرمپ به د امیگرېشن یا مهاجرت په اړه د خپل حکومت تگلاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان کړي

امریکې ته د مهاجرت یا امیگرېشن دپاره صدر ډانلډ ټرمپ د خپل حکومت نوي مجوزه تگلاره اعلان کړه چې ترمخه به یې هېواد ته د خلکو د راتگ دپاره د کورنیو یوځای کېدل نه بلکې د راتلونکو خلکو صلاحیت ته زیاته ترجیح ورکولی شي.

صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې یوې دستورې ته وویل چې امریکې ته په مهاجرت کې به ترجیح د کورني تعلق یا انساني ضرورتونو پرځای د راتلونکو خلکو قابلیت او صلاحیت ته ورکولی شي.

صدر ټرمپ وویل هېواد ته د خلکو راتگ ته دروازې بندوي نه خو ترحیج به د هغو خلکو راتگ ته ورکولی شي چې قابلیت، ماهرت او هنر لري او د امریکې په اقتصاد کې مثبت کردار ادا کولی شي.

د صدر ټرمپ د اعلان نه وړاندې د وایټ هاوس یو چارواکې خبریالانو ته وویل د امیگریشن د مقابلې نوی نظام به په قابلیت اډاڼه وي چې په نتیجه کې به یې د امریکې په سرحدونو امنیت هم بهتر شي.

د امیگرېشن نوی نظام به په امریکا کې په مستقل توگه د اوسېدو اجازت نامو یا گرین کارډونو شمېره هم په زړه کچه ساتي. امریکا هرکال یو اشاریه یو میلین گرین کارډونه جاري کوي. خو د نوي تگلارې ترمخه زیات هنرلرونکو او تعلیم یافته کسانو ته به د گرین کارډ په ورکولو کې ترجیح ورکولی شی په ځای د دې چې امیگرېشن غوښتونکي ته په دې بنیاد گرین کارډ ورکړی شي چې په امریکا کې خپلوان لري.

د موجوده طریقه کار دلاندې ١٢ فیصد خلکو ته د صلاحیت په بنیاد په امریکا کې د مهاجرت یا امیگرېشن اجازت ورکول کیږي. د دې برعکس ٦٦ فیصد خلکو ته د امریکې شهریانو سره د کورني تعلق په بنیاد مهاجرت ورکول کیږی.

د صدر ټرمپ د مجوزه تگلارې دلاندې به ٥٧ فیصد کسانو ته د هغوی د قابلیت او یا په امریکا کې هغوی ته د ورکړل شوي روزگار په بنیاد مهاجرت کولی شي. ٣٣ فیصد خلک به د کورنۍ یا خاندانی تعلق په بنیاد مهاجرت کولی شي او د انساني خواخوږۍ په بنیاد د ویزو شمېره به د ٢٢ فیصد نه ١٠ فیصد ته را کمه کړی شي.

د کورني تعلق پرځای د اقتصاد په بنیا د مهاجرت په اړه څېړونکو پوښتنې راپورته کړې دي.

د کېټو انسټیټیوټ ډېوډ بایر وايي د کورني تعلق په بنیاد چې کوم خلک امریکې ته مهاجرت کوي، د نیمايي نه زیات پکې د کالج ډگرۍ لري چې په امریکا کې د زېږیدلو کسانو نه یې د اعلا تعلیم کچه زیاته ده.

د صدر ډانلډ ټرمپ نوي تگلاره به د ډاایورسټي امیگرېنټ ویزه پروگرام په مکمله توگه ختم کړي چې په عامه توگه د گرین کارډ لاټرۍ په نوم یادیږي. په موجوده وخت کې امریکا هر کال ٥٠٠٠٠ د هغو هېوادونو خلکو ته گرین کارډونه ورکوي چې امریکې ته یې د مهاجرت کچه ټیټه ده.

حکومتي چارواکي د مهاجرت نوي تگلاره د "بلډ امریکا ویزه" په نوم یادوي چې درې بنیادي ټکي لري، یعنی امریکې ته راتلونکي خلک دې بې مثاله هنر، څانگړی مهارت او طالب علمان دې بې مثاله قابلیت ولري.

د دې نه علاوه د مهاجرت غوښتونکو د انگریزۍ د زدکړې کچه به هم کتل کیږي.

د حکومت یو چارواکي وویل ژبه زدکول نه یوازې امریکې ته د راتلونکو خلکو د اقتصادي پرختگ بلکې د هغوي د بچو د سوکالۍ دپاره هم ډیره ضروري خبره ده.

خو ځینې څیړونکې دې خبرې سره اتفاق نه کوي او وايي د دې په نتیجه کې به ډاایورسټي یا په امریکا کې د مختلفو قامونو خلکو د ابادولو هدف متاثره شوي.

او د کېټو انسټیټیوټ ډیوډ بایر وايي د مهاجرت دپاره د قابلیت د نظام دلاندې به د نورو په مقابل کې لکه د چین او هندوستان په رنگ د پرمخته تلونکو هېوادونو زیات خلک امریکې ته مهاجرت کولی شي.

د صدر ټرمپ د مهاجرت مجوزه تگلاره د مامورینو یوې ډلې تیاره کړې ده چې مشرۍ یې د هغه زوم او صلاحکار جېریډ کوشنر کوي. په دغه تگلاره کې ډریمرز نه دي شامل. ډریمرز په امریکا کې مېشته هغه کسان دي چې په ماشوم والي کې د مور او پلار سره امریکې ته په غیر قانوني توگه راغلي دي خو شهریت یې دی ترلاسه کړی.

د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې ډریمرز ته په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت ورکړی شوی وو په دې امید چې که څوک په سنگینو جرمونو کې نه وي ککړ نو بالاخر به ورته شهریت ورکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG