لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې سېنټ نور گواهان او شهادتونه نه غواړي


سېنټ یا د کانگرس په ایوان بالا کې ٥١ سېنټرانو رای ورکړه چې د مواخذې په مقدمه د نورو گواهان او د اضافي دستاوېزاتو ضرورت نشته. ۴٩ سېنټرانو غوښتل چې په سېنټ کې د مواخذې په روانه مقدمه کې دې نور گواهان او نور دستاوېزات راوغوښتل شي
سېنټ یا د کانگرس په ایوان بالا کې ٥١ سېنټرانو رای ورکړه چې د مواخذې په مقدمه د نورو گواهان او د اضافي دستاوېزاتو ضرورت نشته. ۴٩ سېنټرانو غوښتل چې په سېنټ کې د مواخذې په روانه مقدمه کې دې نور گواهان او نور دستاوېزات راوغوښتل شي

د امریکې په سېنټ کې د جمعې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ واکمن ریپبلېکن پارټۍ د ووټونو په اکثریت د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ دا غوښتنه کړه چې د صدر ټرمپ د مواخذې په روانه مقدمه کې دې د نورو گواهانو بیانونه وارېدل شي او نور دستاوېزات دې وړاندې کړی شي.

سېنټ یا د کانگرس په ایوان بالا کې ٥١ سېنټرانو رای ورکړه چې د مواخذې په مقدمه د نورو گواهان او د اضافي دستاوېزاتو ضرورت نشته. ۴٩ سېنټرانو غوښتل چې په سېنټ کې د مواخذې په روانه مقدمه کې دې نور گواهان او نور دستاوېزات راوغوښتل شي.

په سېنټ کې د صدر ټرمپ د ریپلېکن پارټۍ اکثریت دی.

ډیموکرېټک پارټي په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان کې اکثریت لري او په لوې اکثریت یې د صدر ټرمپ د مواخذې منظورې ورکړې ده یا یې ويلي دي چې صدر ټرمپ د واک اختیار ناجایز استعمال کړی دی او د کانگرس مخه یې نیولې ده نو ځکه دې د چوکۍ څخه لېرې کړی شي.

د صدر ټرمپ د مواخذې دغه مقدمه اوس سېنټ ته وړل شوې ده او د تیرو څو ورځو راهسې پرې په سېنټ کې پحثونه روان دي. امید دی چې اینده هفته به په سېنټ کې په مواخذه ووټونه واچول شي. خو امکان نشته چې په سېنټ کې به په اکثریت د مواخذې په حق کې رای وکړی شي او نتېجه به یې دا وي چې صدر به په خپله چوکۍ ناست پاتې شي.

ډیموکرېټک پارټۍ غوښتل چې په سېنټ کې د مواخذې په مقدمه کې د نورو گواهانو بیانونه واورېدل شي او نوي شهادتي دستاویزات دې وړاندې کړی شي.

ډ یموکرېټک گوند دغه ټینگار په داسې حال کې هم کو چې د صدر ټرمپ په حکومت د قامي سلامیته پخواني مشیر جان بولټن په خپل شائع کېدونکي کتاب کې لیکلي چې صدر ټرمپ د یوکرېن پوځي امداد ځکه ودرولی و چې هغه غوښتل چې یوکرېن دې لومړی د جوبایډن او د هغه زوي هنټر بایډن خلاف دې د بډو رشوتونو تحقیقات اعلان کړي.

جوبایډن د کال ٢٠٢ په صدارتي انتخاباتو کې د ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار او د صدر ټرمپ انتخابي حریف دی.

ډیموکرېټک پارټي وايي صدر ټرمپ د خپل حریف د کمزوري کولو او د خپلي سیاسي گټې دپاره د یوکرېن نه دغه غوښتنه کوله.

د صدر ټرمپ حکومت بالاخر یوکرین ته ځنډیلې پوځي امداد ورکړو. ریپلېکن پارټي وايي صدر ټرمپ هیڅ داسې بې قانوني نه ده کړي چې له امله د خپلې چوکۍ دپاره اهله وټاکل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG