لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امکان دی چې صدر ټرمپ به ایران سره د معاهدې منظوري ختمه کړي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د اېران سره شوې ایټمي لوظنامه د څو کلونو د مذاکراتو نه پس د کال ٢٠١٦ جنوری په میاشت کښې عملي شوه.

د ملگرو ملتونو امنیتي شوراء د پنځو مستقل غړو پشمول جرمني او ایران ترمینځه شوې دې لوظنامه کښې ایران رضا ښودلې وه چې ایټمي وسله به نه جوړوي.

د دې په بدل نړیوالو طاقتونو ایران سره منلې وه چې پرضد به یې لگیدلي اقتصادي بندیزونه ختموي او د ایران کنگالې بینکي کاتی به خلاصوي.

خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې د پخواني صدر اوبامه د وختونو ددې لوظنامې نقاد پاتې شوی ژمنه کړې وه چې د صدر منتخب کیدو په صورت کښې به دا لوظنامه ختموي.

تیره میاشت د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا په مهال صدر ټرمپ وویل دا لوظنامه د امریکې لپاره د "شرمندگۍ" سبب دی.

"د ایران معاهده د تاریخ تر ټولو بدترینه او یو اړخیزه معامله ده چې امریکې ترسره کړي ده،" صدر ټرمپ وویل.

په کال ٢٠١٥ کښې زیاتره د ریپبلکن گوند سېنېټرانو کانگرېس ته یو قانون وړاندې کړو چې ترمخه یې ایران سره شوي معاهدې ته د بیا کتنې او د څارنې اختیار په لاس کې واخیستلو.

د دغه قانون ترمخه صدر هم د دی مجاز گرځول شوی چې هر درې میاشتې پس کانگرېس ته رپورټ ورکوي چې آیا ایران د لوظنامې پالنه کوي او که دا د امریکا قامي سلامتیا په گټه کښې ده.

د امېریکن یونیورسټي پروفېسر جاش راونر که صدر په دریو میاشتو کښې د دې لوظنامې پخلې ونکړو نو کانگرېس سره د درې میاشتو وخت دی چې د خپلې خواه نه څه کوي او که غلی پاتې کیږي. که چرې کانگرس څه کول غواړي نو دوي له به سمدستي داسې قانون سازي کول وي چې د بندیزونه لار بنده کړي او بیا به یي لار هم خلاصه شي. دا مقصد په کارنگرس کې د ساده اکثریت دلارې ترلاسه کیدی شي.

ځیني کسان بیا دا پوښتنه هم کوي چې د معاهدې د منظورۍ د ختمولو په صورت کې به آیا دا لوظنامې نور فریقین هم دا ختمه کړي؟

په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیره نیکي هیلي وايي "که چرې صدر د ایران پالنه کولو منظوری نه انکاري شو نو د دې مطلب دا نه دې چې امریکا دې لوظنامې نه په شا کیږي."

د منظورۍ نه ورکولو خبره د امریکا اتلافیان هم خفه کړي دي.

د یورپین یونین د خارجه تگلارې مشره فریډیکا موگیریني وايي نړیواله ورورولي دا نشي زغملې چې د یوې داسې لوظنامې نه په شا شي چې فعاله ده او ثمرات ورکوي.

که د منظوری نیشت والي دلاسه دا لوظنامه ختمیږي نو د ایران لاسونه خلاص دي چې د یورانیم د جوړولو کار بیا پیل کړي.

د ایران صدر حسن روحاني وايي که څوک دې لوظنامې نه بهر شول، لوظنامې پالنه یې پرېښوده یا یې د دې سرغړونه وکړه نو د دې مطلب به دا وي چې بیا "زمونږ لاسونه خلاص دي چې د خپل وطن د گټې لپاره کوم هم گام پورته کوؤ."

د امریکا هر گام که چرې د دې لوظنامې د سرغړونې سبب گرځي نو دا به د واشنگټن لپاره نړۍ کښې د یواځې کیدو تراخه نتائج ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG