د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ د غیر اعلانیه سفر په مهال په عراق کې د امریکايي ځواکونو سره د لېدو ورورسته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بېرته واشنگټن ته راورسېدلو.
د جنگ په سیمه کې میشته امریکايي ځواکونو ته د صدر په حېث دا د ټرمپ وړمبی سفر و.
صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د کرسمس په ماښام نا وخته واشنگټن نه عراق ته روان شوي وو.
عراق ته د امریکايي صدر د سفر په اړه د وایټ هاوس ترجمانې ساره سېنډرز په ټوېټر یو پېغام کې وویل چې د سفر مقصد د امریکايي ځواکونو د خدماتو، قربانیو او کامیابیو ستاینه کول او هغوي ته د کرسمس مبارکي ورکول وو. د عیسايي مذهب منونکي د عیسا علیه سلام د زېږېدنې ورځ په مناسبت کرسمس کوي.
په عراق کې امریکايي عسکرو ته وینا کې صدر ټرمپ شام څخه د امریکايي ځواکونو د راویستلو د خپلې فېصلې دفاع وکړه او وې ویل چې په شام کې داعش ته ماتې ورکړی شوی او د ډلې خودسره خلافت ختم شوی دی.
صدر ټرمپ وویل د شروع نه یې دا خبره واضحه کړې وه چې په شام کې د امریکايي ځواکونو هدف د داعش عسکري قوت ختمول دي. هغه وویل اته کاله وړاندې امریکايي عسکر شام ته د دریو میاشتو وخت دپاره ولېږل شول خو بېرته را وه نه غوښتل شول. ډانلډ ټرمپ زیاته کړه چې امریکايي عسکر به په شام کې د لا محدود وخت دپاره موجود نه وي.
صدر ټرمپ وویل ترکي به په سیمه کې د داعش باقیات ختموي. صدر ټرمپ په سیمه ایزو هېوادونو غږ وکړو چې د شام څخه د امریکې ٢٠٠٠ عسکر به په منظم ډول راویستل کیږي.
صدر ټرمپ او د هغه مېرمن امریکايي عسکرو سره ولېدل او تصویران یې ورسره جوړ کړل او درې گنټې ورورسته ستانه شول.
د عراق د سفر په مهال صدر ټرمپ د عراقي مامورینو سره وه نه لیدل خو عراقي وزیراعظم عادل عبدالمهدي سره یې په ټېلې فون خبرې وکړې.
امریکايي صدران په روایتي توگه د جنگ په سیمو کې میشته عسکرو سره لېدو دپاره په خاص ورځو سفرونه کوي چې دا رنگ د پوځیانو حوصلې لوړې کړي.
پخواني صدر جارج ډبلیو بش د خپل صدرات په مهال خارجي هېوادونو کې میشته عسکرو سره د کتلو دپاره اته دورې کړې وې چې پکې په کال ٢٠٠٣ کې په بغداد کې عسکرو سره د شکرانې ورځ ډوډۍ کې شرکت هم شامل و. پخواني صدر براک اوباما په افغانستان، عراق او جنوبي کوریا کې میشته امریکايي عسکرو لېدو دپاره سفرونه کړي وو.
په عراق کې شا او خوا ٥٢٠٠ امریکايي عسکر میشته دي.
صدر ټرمپ تېره هفته د شام څخه د امریکايي عسکرو د راویستلو اعلان وکړو. هغه په دې خبره هم غور کوي چې د افغانستان نه دې نیمايي امریکايي عسکر راویستل شي. دا وخت په افغانستان کې شا او خوا ١۴٠٠٠ امریکايي عسکر پرځای دي.
د دفاع وزیر جېم مېټس او د داعش خلاف د نړیوال ائتلاف استازي برېټ مېکگرک د شام او افغانستان په تگلاره د اختلاف په سر استعفاگانې ورکړې دي.