لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د داعش د نوي مشر اصلي شناخت راته معلوم دی


ابوبکر البغدادي
ابوبکر البغدادي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د داعش وسله والې ډلې نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي اصلي شناخت ورته معلوم دی.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په ټوېټر وویل "مونږ ته معلومه ده چې هغه څوک دی." خو امریکايي صدر نور تفصیل وړاندې نکړو.

د داعش باني او د خپل خلافت اعلانوونکی مشر ابوبکر البغدادي تېره هفته په شام کې د امریکايي عملیاتو په مهال ځان وژلی دی.

د داعش مطبوعاتې څانگې الفرقان فاونډېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو اډیو یا غږیز پېغام کې د ابو ابراهیم الهاشمي د داعش د نوي مشر د ټاکل کېدو اعلان وکړو.

څېړونکي وايي د داعش د نوي مشر نوم ښايي هغه د پېغبرحضرت محمد (ص) د قریش قبېلي نه دی چې داعش د خپل خلیفه دپاره ټاکلي شرط سره سمون خوري.

د وسله والو په ویب پاڼو نظر ساتونکي ادارې ساېټ ویلي داعش خپل نوی مشر د یو عالم او جنگیالي په نومونو هم یاد کړی دی.

په داسې حال کې چې د امریکې استخباراتي مامورین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري شوي د داعش د اډیو پېغام تجزیه کوي، امریکايي مامورینو د ابوابراهیم الهاشمي د اصلي شناخت په اړه لا څه نه دي ویلي.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د ترهگرۍ ضد رابطه کار نېتن سېلز د جمېع په ورځ خبریالانو ته وویل د الهاشمي په اړه څېړنې روانې دي چې دا کس څوک دی؟ د کوم ځای نه راغلی دی او په دې تنظیم کې څه کردار لري؟

ځیني چارواکي گڼي چې الهاشمی په اصل کې حاجي عبدالله نومې تن دی چې د داعش نظریاتي مشر گڼل کیږي. هغه په نورو نومونو هم یادیږی چې پکې د امری محمد سجد عبدالرحان المولا تخلص هم شامل دی. دا تن مذهبي عالم دی او وېل کېږي چې د یزیدي اقلیتونو د وژلو تگلاره هم ده جوړه کړې وه.

ځینې خلک د عبدالله قاردش نوم هم اخلي چې د عراقي پوځ پخواي افسر گڼل کېږي خو ځینې ماهرین په دې اختلاف لري چې عبدالله قادیش او حاجي عبدالله یو تن نه دی بېل بېل کسان دي.

امریکايي مامورینو خبرداری کړی دی چې که د داعش د نوي مشر اصل شناخت څه هم دی خو امریکا او اتحادي هیوادونه به کوښښ کوي چې د هغه ژوند دی مشکل او لږ وي.

د سټیټ ډپارټمنټ د ترهگرۍ ضد رابطه کار نېتن سېلز وویل په داعش په فشار ته وارکوی او د ډلې د ختمولو کوښښونه دوام لري که مشر هر څوک وي.

څېړونکي وايي داعش به کوښښ کوي چې تر څو کولی شي د خپل نوي مشر شناخت په راز کې وساتي.

د کېنېډې د کوېنز یونیورسټۍ څېړونکی امرنات امراسنگم چې د داعش یو شمیر وسله والو سره مرکې یې هم کړې ديوویل د داعش نوی مشر به هم لکه د البغدادي په رنگ د عام نظر نه لري خفیه ژوند کوي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په کوم وډیو پېغام کې چې د الهاشمي د داعش د نوي مشر په توگه اعلان شوي هم په دغه پېغام کې د ابو حسن المهاجر د وژل کېدو تصدیق هم شوی دی. المهاجر د البغدادي نژدې ملگری او د داعش ترجمان و.

په اډیو پېغام کې د وینا کوونکي پېژندگلو د ابو حمزه القرېشي په نامه شوي چې په پلویانو غږ کوي چې د الهاشمي بیعتدې وکوکړي او امریکایانو ته وايي چېاو امریکایانو ته وايي چې خوشحالېږئ مه.

المهاجر د شمالي شام په جرابلس ښار کې د امریکايي او کرد ځواکونو په مشترکه عملیاتو کې د تیر اتوار، یکشنبې، په ورځ ووژل شو.

البغدادي د شام په ادلب ښار کې ځان په داسې حال کې په بم ووژلو چې امریکايي ځواکونو د هغه په پټن ځای چاپه ووهله.

د تېر اتوار، یکشنبې، په ورځ د البغدادي د مرگ اعلانولو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ وویل امریکايي مامورینو ته معلومه ده چې د البغدادي په ځای ناستو کسانو کې څوک څوک شامل دي او امریکې دغه کسان په هم په پام کې نیولي دي.

ابوحسن المهاجر چې په جرابلس کې ووژل شو د البغدادي په ممکنه ځای ناستو کې یو شمار کېدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG