لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي مطبوعاتو په امریکا کې د خلکو قهر راپارولی دی


صدر ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ د پېنسلوینیا ریاست په پېټس برگ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه، سېناگاگ، د حملې سخته غندنه وکړه. په حمله کې ١١ کسان وژل شوې او شپږ نور تنان زخمیان دي
صدر ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ د پېنسلوینیا ریاست په پېټس برگ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه، سېناگاگ، د حملې سخته غندنه وکړه. په حمله کې ١١ کسان وژل شوې او شپږ نور تنان زخمیان دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د یهودیانو په عبادتخانه د خونړۍ حملې او د هغه سیاسي مخالفینو ته د بمونو د استوول کېدو ذمه واري په مطبوعاتو اچولې او د گل، دوشنبې، په ورځ یې په ټوېټر وویل مطبوعاتو په هېواد کې خلک قهرجن کړې دي.

خو مخالفین وايي په امریکايي ټولنه کې د موجوده اختلافاتو وجه خپله د صدر ټرمپ هغه ویناگانې دي چې هغه یې د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ، غیرقانوني مهاجرینو او د هغه د ناقدینو په اړه کوي.

د ریپبلیکن پارټۍ صدر ټرمپ وویل په هېواد کې د موجوده قهر او غصې یوه وجه د "جعلي" مطبوعاتو غلط خبرونه دي. صدر ټرمپ په خپل ټویټ کې وویل "جعلي نیوز میډیا (خبري مطبوعات)، د ولس حقیقي دښمنان دي، خپله دښمني دې ودروي او خبرونه دي صحیح او په منصفانه توگه رپورټ کوي. د دې په وجه به د قهر لمبې مړې شي او بیا به مونږ ټول فریقین په امن او هم اهنگۍ کې رایوځای شو. جعلي خبرونه باید چې ختم شي."

د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ وویل چې "جعلي میډیا (مطبوعات)" کوښښ کوي چې په هېواد کې د ډیر وخت راهسې مودې غصې ذمه واري، په هغه، په ریپبلېکن پارټۍ او کنزروېټیوز یا زاړه پالو سیاست کونکو واچوي. هغه وویل په حقیقت کې دا "جعلي او بد دیانت رپورټنگ" مسلې پېدا کوي.

صدر ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ د پېنسلوینیا ریاست په پېټس برگ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه، سېناگاگ، د حملې سخته غندنه وکړه. په حمله کې ١١ کسان وژل شوې او شپږ نور تنان زخمیان دي. په حمله کې مشکوک ککړ تن نیول شوی دی او وېل کیږي چې کله یې په عبادتخانه کې ډزې کولې نو د یهودیانو خلاف یې د نفرت نعرې پورته کولې.

تیره هفته قانون عملي کونکو ادارو هغه مشکوک تن ونیوولو چې پخواني صدر براک اوباما، پخوانۍ خارجه وزیرې هېلېري کلنټن، د ډېموکرېټک پارټۍ ځینو نورو مشرانو او سي این این ټېلې وژن ته یې د ډاک دلارې دېسې بمونه استولي وو. دغه تن د صدر ټرمپ کلک پلوي دی په سوشل میډیا یې د هغه د حمایت اظهار کړی دی. د هغه په موټر د صدر ډانلډ تصویرونه لگیدلې دي.

د صدر ټرمپ مشېره کېلي این کانوی دا تاثر ردوي چې په هېواد کې تاوتریخوالی د ډانلډ ټرمپ خبرو راپارولی دی. د سي این این ټېلې وژن سره مرکه کې مېرمن کانوی وویل د صدر کوښښ دی چې د هېواد په زخمونو ملهم ولگوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG