لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برطانيي په منځني ختیځ کې د امن دپاره د صدر ټرمپ د منصوبې حمایت کړی، فلسطینیان یې ردوي


په اسرایل کې فلسطینیانو د صدر ټرمپ د منصوبې خلاف احتجاج وکړو اسرایلې امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وشوې

برطانيه او اسرايل د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د منځني ختيز د امن پلان ملاتړ کړی خو د فلسطيني صدر محمود عباس د صدر ټرمپ پلان رد کړی او دا يې يوه پلمه بللې ده. پاکستان هم د فلسطين د دريځ ملاتر کړی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ او اسرايلي وزير اعظم نتن ياهو په وايټ هاوس کې د گډ پرېس کانفرنس په موقع صدر ټرمپ ويلي د اسرايل گاونډيان او د نړۍ نور هېوادونه به د اسرايل په ملگرتيا ودريږي.

خو د عرب ملکونو مشران لا تر اوسه چپه خله دي او څوک هم د صدر ټرمپ د نوي پلان په ملاتړ مخې ته نه دي راغلي البته د پرېس کانفرنس په وخت د دریو عرب ملکونو عمان، بحرين او متحده عرب اماراتو سفيران موجود وو.

د پاکستان دفتر خارجه په يو بيان کې د نوي پلان په اړه ويلي هېواد تل د دوه رياستونو ملاتړ کړی او د سيکيورټي کونسل او د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د سفارښتونو په رڼا کې د فلسطينيانو د ازاد حيثيت مرسته کوي.

پاکستان زياته کړې د يو داسې فلسطين د جوړيدو ملاتړ کوي چې ټکړې نه بلکې په يو ځای وي، پولې يې د کال ١٩٦٧ نه وړاندې د نقشو سره سمې وي او سر ښار يې القدس وي او په نړيوال چوکاټ کې د منلو وړ وي. اسرایل د کال ١٩٧٦ په جنگ کې یو شمېر سیمې د عرب هېوادونو نه نیولي دي.

د برطانيه وزير اعظم بوريس جانسن د ولسمشر ټرمپ پلان ستايلی خو د برطانيه د اختلاف گوند مشر جرمي کارباين په پلان نيوکې کړي او وايي د پلان د اعلانولو په وخت يو فلسطينی هم موجود نه و.

خو بل خوا صدر ټرمپ په خل پلان کې فلسطينيانو ته ويلي په غربي غاړه د اسرايل جوې کړل شوې نوې ابادۍ به ځای وي او که چېرې پلان يې عملي شي نو راتلونکو څلورو کالو پورې به نورې ابادۍ کول ودروي.

صدر ټرمپ دا هم ويلي د نوي پلان تر مخه به د فلس‍طين رقبه يو په دوه شي او زياته يې کړه چې امريکا به په فخر د داسې فلسطين کې خپل سفارت پرانځي چې سر ښار يې شرقي يروشلم وي.

ښاغلي ټرمپ زياته کړه د نوي پلان سره به په فلسطين کې د ٥٠ بيلينو ډالرو د لگښت لاره خلاصه شي چې د يو ميلين خلکو د پاره به روزگار پيدا کړي.

د فلسطيني صدر محمود عباس ويلي دوی د صدر ټرمپ پلان ته زر کرته نا وايي، نه یې مني. فلسطينيان د ولسمشر ټرمپ هغه فيصله چې د امريکا سفارت يروشلم ته يوسي بد نيتي بولي او د اسرايل مرسته يې گڼي.

که هر څو صدر ټرمپ ويلي گانونډيان به د اسرايل سره ودرېږي خو اردن جې د اسرايل گاونډي دی د نوي پلان مخالفت کړی او د ياد هېواد وزير خارجه د غربي غاړې د نوي اباديو د اسرايل ملکيت گرځول رد کړي.

که هر څو ملگرو ملتونو او نورو هېوادونو د غربې غاړې ابادۍ غير قانوني گرځولي خو د صدر ټرمپ حکومت تېر کال په نومبر دغه ابادۍ د نړيوالو قانونو سره سم بللي.

د اسرايل وزير اعظم نتن ياهو د تل پاتي امن د پاره دا پلان عملي او ځانگړی بللی. ښاغلي په خپله وينا کې وويل دا يوه تاريخي ورځ ده چې د يوې بلې تاريخي ورځ يادونه کوي او هغه دا چې کله په ١۴م مي کال ١٩۴٨ کې د هغه وخت د امريکا ولسمشر ټرومين د نړۍ لمړی مشر و چې د اسرايل رياست يې په رسمي توگه وپېژند.

XS
SM
MD
LG