لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د وفاقي حکومت ادارې پابندې کړې چې د امریکایانو پرځای به غېرملکیانو ته نوکرۍ نه ورکوي


وایټ هاوس وویل د حکمنامې هدف دا خبره یقیني کول دي چې د وفاقي حکومت ادارې په غیر منصفافه ډول د امریکايي کارکوونکو پرځای په کمو معاشونو غیر ملکیان نه ګماري
وایټ هاوس وویل د حکمنامې هدف دا خبره یقیني کول دي چې د وفاقي حکومت ادارې په غیر منصفافه ډول د امریکايي کارکوونکو پرځای په کمو معاشونو غیر ملکیان نه ګماري

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ يوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د وفاقي حکومت ادارې پابندې وي چې وښايي د امریکایانو پرځای غیرملکیانو ته نوکرۍ نه ورکوي.

وایټ هاوس وویل د حکمنامې هدف دا خبره یقیني کول دي چې د وفاقي حکومت ادارې په غیر منصفافه ډول د امریکايي کارکوونکو پرځای په کمو معاشونو غیر ملکیان نه ګماري.

د حکمنامې ترمخه به د وفاقي حکومت ادارې ګوري چې ایا دوی امریکايي شهریانو ته روزګارونه ورکوي او که نا؟

صدر ټرمپ وویل د هغه د حکمنامې جاري کوولو یو سبب د ټېنسي وېلي اتارټي دا اعلان هم وو چې د کمپیوټر سره تړلي ۲۰ فیصد روزګارونه به هغه غیر ملکي کمپنو ته ورکوي چې امریکې ته د کارکوونکو د راتګ دپاره اېچ ون بي ډول ویزې استعمالوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په وفاقي ادارو کې د غیرملکي کارکوونکو په اړه د صدر ټرمپ حکمنامه په داسې حال کې جاري کړی شوي ده چې د وایس اف امریکا یو شمېر خبریالان په دې انتظار دي چې ایا د دوی جی ون ویزې به نوي کړی شي او که نا؟

صدر ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ټېنسي وېلي اتارټي مشر سکپ تامسن یې د دندې څخه لېرې کړی ځکه چې هغه غیرملکي کارکونکي ګمارل او ډیر معاش یې اخیستلو.

صدر ټرمپ وویل که چېرې د وفاقي ادارو مشران غیر ملکي کارکوونکي برتي کوي نو د دندو نه به لېرې کیږي.

د وي او ای ۶۲ قراردادیان یا کانټریکټرز او ۱۴ غېر ملکي کارکوونکي دا وخت په جی ون ویزو په امریکا کې دي چې خصوصي صلاحیتونه لري لکه د یوې نه زیاتې ژبې وېلی شي .

کله چې وي او ای د وایټ هاوس نه وپوښتل چې د صدر ټرمپ نوي حکمنامه به د وي او ای په جی ون ویزو څه اثر وکړي نو ورته د امریکې حکومت د نوکرو د وېب پاڼې لنک ورکړی شو.

د یو ایس اېجنسي فار ګلوبل میډیا یا د وفاقي حکومت هغه اداره چې د وي او ای او یو شمېر نورو مطبوعاتي ادارو سرپرستي کوي وي ترجمانې یې وي او ای ته وویل په انفرادي توګه ټولو ویزو ته کتنه کېږي چې دا ډول نه یوازې د ادارې انتظام بهتر کړی شي بکلې د امریکې د قامي سلامیته تحفظ هم وشي او د نوکرۍ ورکونکو مامورینو نه په بې ځایه توګه د ګتي اخیستلو مخه هم ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG