لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ مولر: که باوري وای چې صدر ټرمپ څه جرم نه دی کړی نو ویلي به مو وو


صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ
صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ

د امریکې د انصاف وزارت خاص صلاحکار رابرټ مولر چې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې د روس د ممکنه لاس وهنې په اړه یې تحقیقات سر ته رسولې دي ویلي که چېرې په دې خبره باوري وای چې صدر ډانلډ ټرمپ په څه جرم کې نه دی ککړ نو دا خبره به یې په واضحه ډول کړي وه.

رابرټ مولر وویل په تحقیقاتو کې دې پوښتنې ته کتنه نه کېدله چې ایا صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني اقداماتو مخه نیولي ده که او که نا؟ ځکه چې داسې کول د انصاف وزارت په ضوابطو کې نشته.

مولر د تېرو دوو کلونو راهسې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې د روس د ممکنه لاس وهنې او په دې اړه تحقیقات کول چې ایا صدر ټرمپ د انصاف لاره خو نه ده نیولي. مولر د مارچ په میاشت کې خپل رپورټ د انصاف وزارت ته وړاندې کړو.

د دې پرته چې د رابرټ مولر په تحقیقاتو کې شا او خوا ١٢ داسې مثالونه موندل شوي چې ښايي صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني گامونو لاره نیولي خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ مولر په انصاف وزارت کې خبري غونډې ته وویل د انصاف وزارت زوړ اصول دی چې د موجوده صدر خلاف د کومې سرغړونې په سر قانوی گام نشي اخیستل کیدی، یا په هغه فرد جرم نشي لگول کیدیږ

رابرټ مولر وویل هغه د انصاف وزارت د دغه اصول پابند وو. "په صدر د جرم الزام لگول زمونږ دپاره د کتنې لار نه وه."

د مولر د تحقیقاتو بنیادي ټکی دا و چې ایا د هغه وخت د صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ او د روس ترمنځ څه رابطې وې او که نا؟ او ایا دا چې ټرمپ په دغو تحقیقاتو کې مداخلت کړی دی او که نا؟

رابرټ مولر وویل د امریکې ائین دلاندې د موجوده صدر خلاف د کومې خلاف ورزۍ په سر د بلې لارې اقدامات اخیستل کیدی شي چې په نتیجه کې یې صدر د خپلې عهدې دپاره نااهل بلل کیدی شي. د نااهلۍ دغه عمل کانگرس سر ته د رسولو اختیار لري.

مولر وویل تحقیقاتو صدر ډانلډ ټرمپ بې گناه هم نه دی موندلی. "که مونږ باوري وای چې صدر په واضحه توگه کوم جرم نه دی کړی، نو مونږ به ویلي وو."

صدر ټرمپ د رابرټ مولر د تحقیقات نقاد وو او ورته یې د "وچ هنټ" یا د سیاسي انتقام نوم ورکړی دی.

صدر ټرمپ د مولر د خبري غونډې وروسته په ټوېټر وویل په صورتحال کې څه بدولون وه نشو. هغه وویل دا چا خلاف چې ثبوت نه وي نو هغه "بې گناه" وي. "کېس وتړل شو. شکریه."

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG