لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکیل: د لوڅ فلمونو هغه اداکارې ته مې پېسې ورکړې چې صدر ټرمپ سره د جنسي تعلق دعوه کوي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکي صدر ډانلډ ټرمپ شخصي وکیل ویلي د لوڅ فلمونو هغه اداکارې ته یې د خپل جېب څخه ١٣٠٠٠٠ ډالر ورکړې دي چې د ډانلډ ټرمپ سره یې د جنسي تعلقاتو دعوه کړې ده.

وکیل مایکل کوهن وویل دغه پېسې یې اداکارې سټېفني کلفرډ ته خپله خوله بنده ساتلو په بدل کې د کال ٢٠١٦ م د صداراتي انتخاباتو نه وړاندې ورکړې دي. سټېفني کلفرډ د سټورمي ډینیلز په نوم په لوڅ فلمونو کې ادا کاري کوي.

ښاغلي کوهن وویل سټېفني کلفرډ ته یې پېسې په شخصي توگه د خپل جیب نه ورکړې دي او په دې معامله کې نه خو د صدر ټرمپ کمپني او نه هم د هغه انتخابي کمپاین شامل و. هغه زیاته کړه چې هغه ته دغه پېسې نه خو په مستقیمه ډول او نه په غیر مستقیم ډول بیرته ورکړی شوي دي.

ښاغلي کوهن وویل د تیرو ١٠ ؤ کلونو راهسې یې د ډانلډ ټرمپ د شخصي وکیل په توگه خدمات ترسره کړې دي او د هغه دفاع ته ژمنه لري.

ښاغلي کوهن دا خبره نه ده واضحه کړې چې اداکارې ته یې پېسې ولې ورکړې دي او دا چې آیا سټېفني کلفرډ ته د هغه د پېسو ورکولو نه ډانلډ ټرمپ خبر و او که نا؟

ددې نه وړاندې مایکل کوهن د سټېفني کلفرډ سره د ډانلډ ټرمپ د تعلق خبره رد کړې ده.

د امریکې وال سټریټ جرنل په کال ٢٠١٦ کې سټېفني کلفرډ ته د پېسو د ادایگۍ خبر رپورټ کړی و. ورځپاڼې ویلي وو ادارکارې ته د ډانلډ ټرمپ سره د ویل کیدونکې تعلق په باره کې د څه نه ویلو په بدل کې پېسې ورکړی شوې وې.

په وال سټریټ کې د خبر د چاپ کیدو ورسته د حکومت د څارنې یوې غیر حکومتي ادارې کامن کاز انتخابي کمیشن ته د معاملې د تحقیقاتو خواست وکړو. په خواست کې وویل شو چې ادا کارې ته د وکیل پېسې د ډانلډ ټرمپ انتخابي کمپاین سره د پېسو پرځای د مال مرسته ده او باید چې په دستاویزاتو کې یې ذکر شوی وی.

ټچ نومې مجلې د اداکارې سټېفني کلفرډ د کال ٢٠١١ م یوه مرکه بیا چاپ کړې چې هغې پکې ډانلډ ټرمپ سره د جنسي قربت ذکر کړی دی. رپورټ وايي دغه جنسي قربت د کیلېفورنیا ریاست د سیاحت مرکز لیک ټاهو کې شوی و. په دغه وخت کې د ډانلډ ټرمپ دریمې مېرمن ،ملینیا، زوی زیږدلی و.

خو بیا یو بیان چې د سټېفني کلفرډ سره تړل شوی و پکې ویل شوي وو چې د هغې او د ښاغلي ټرمپ ترمنځ څه تعلق نه و. خو په ټیلې وژن یوه مرکه کې هغې د بیان جاري کولو تردید وکړو او وې ویل په بیان دستخط د هغې نه ښکاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG