لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ به په ملک کې شویو احتجاجونو ته خپل عکس العمل څرګندوي


صدر كرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس د افریقايي امریکنۍ ټولنې د خپلو ځینو پلویانو سره ولیدل

په داسې حال کې چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په سر راپارېدلو احتجاجونو ته خپل عکس العمل څرګندوونکی دی، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به هغه د ټېکسس ریاست په هیوسټن ښار کې د مذهبي مشرانو، قانون عملي کوونکو مامورینو او د وړو کاربارونو مالکانو سره ملاقات کوي.

وايټ هاوس ويلي د غونډ میز چاپیره د هیوسټن په دغه غونډه کې به د اقتصادي، د صحت د خیر ښیګړې او ناانصافیو په ډول د تاریخي مسلو په حل خبرې کیږي.

د وايټ هاوس ترجمانې کېلی مېکنېني د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د دغو مسلو د حل دپاره د قانون سازۍ او د صدارتي حکمنامو جاري کوولو لارې موجود دي چې په راتلونکو ورځو کې به پرې عمل وکړی شي.

په عین حال کې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې د می په ۲۵ نېټه د پولیس په ولکه کې د ۴۶ کلن جورج د مرګ په سراحتجاجونه دوام لري. فلویډ چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په هیوسټن ښار کې خاورو ته وسپارل شو په داسې حال کې مړ شوی چې د ګرفتارۍ په مهال یې یو پولیس افسر په مرۍ زنګون اېښودی و او فلوید نعرې کولې چې ساه نشي اخیستی. د هغه په مرګ تورن پولیس افسران نیول شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مېساچوسټس ریاست په باسټڼ، د کېلېفورنیا په اکلېڼد ښار، د واشنګټن ریاست په سیاتل ښار او یو شمېر نورو ځایونو کې د فلویډ د مرګ په سر احتجاجونه وشول او د پولیس محکمو مالي پنګو د ختموولو او په نورو منصوبو د دغو پېسو د لګولو غوښتنې یې وکړې.

په سیاټل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مظاهرې پرامنه وې خو د دې نه په وړاندې ورځو کې په ښار کې د احتجاجونو په مهال د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوې وې او صدر ټرمپ د ښار احتجاج کوونکې د کور ترهګرو په نامه یاد کړي دي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر لا اېنډ ارډر ټکې تکرار کړل چې معنا یې ده قانون او نظم.

د برطانيي سرښار لندن کې د فلویډ د مرګ په سر د احتجاج یو منظر
د برطانيي سرښار لندن کې د فلویډ د مرګ په سر د احتجاج یو منظر

صدر ټرمپ د سیاټل ښار په مامورینو تنقید وکړو او ویې وېل "خپل ښار دا اوس بېرته واخلۍ. که چېرې تاسو یې نشۍ کولی نو زه یې کولی شم. دا لوبه نه ده."

د سیاټل ښار والې یا میر جېني ډرکن د صدر ټرمپ په ځواب کې وویل "مونږ ټول محفوظ کړه. خپل بنکر (مورچل) ته بېرته لاړ شه. #بلېک لایوز مېټر (د تورپوستو ژوندونه اهمیت لري)."

د ورجینیا ریاست په مرکزي ښار رېچمنډ کې احتجاج کوونکو د چهارشنبې، په شپه د جېفرسن ډېوس مجسمه ونړوله. جېفرسن د امریکې د هغه جنوبي ریاستونو یا کنفېډرېسي صدر وو چې په امریکا کې د تورپوستو د غلامۍ نظام د ختموولو مخالفت یې کولو او د ۱۸۶۰ د لسیزې په خان جنګۍ کې یې د یونین یا د امریکې د یوالي په جنګ کې یې ماتی خوړلی و.

هم د شورو، چهارشبنې، په ورځ د کانګرس د ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز سپېکرې نېنسي پلوسي د کانګرس په ودانۍ کې د کنفېډرېټس ۱۱ مجسمې د لېرې کېدو غوښتنه وکړه چې پکې د جېفرسن، د هغه نایب صدر الېګزېنډر سټیونز او پوځي مشر رابرټ ايي لي مجسمې شاملې دي. نېنسي پلوسي وویل دغه مجسمې د وراثت په ځای نفرت ته احترام ورکوي نو ځکه دې لېرې کړی شي.

د یو شمېر پوځې مرکزونو د نومولو بدولو غوښتنې هم شوي دې چې د کنفېډرېټ مشرانو نومونه ورته ورکړی شوي دي. د دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي په دې اړه پحث ته تیار دی خو صدر ټرمپ یې سخت مخالفت کړی دی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په ټویټر وویل حکومت به یې د دغو مشهورو مرکزونو د نومونو بدلوولو سوچ هم ونکړي. هغه وویل "د دنیا د عظیم ترین قام په حېث زمونږ تاریخ به نه بدلول کېږي. د پوځ احترام وکړۍ."

XS
SM
MD
LG