لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ وايي د نوي صدر د سوګند پورته کوولو په دستوره کې به شرکت نه کوي


نوی منتخب صدر به د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې په یوه دستوره کې سوګند پورته کوي. دغه دستوره د "اناګیورېشن" په نامه یادېږي چې د نوي صدر د حکومت پرانیستل کېدل یا شروع کېدل ښايي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل د نوي منتخب صدر جوبایډن د سوګند پورته کوولو په دستوره کې به شرکت نه کوي چې دا ډول به د پېړیو راهسې د یو داسې رسم نه ځان لرې کړي چې په امریکا کې د یو حکومت نه بل حکومت ته په پرامنه ډول د واک اختیار د انتقال علامت ګڼل کیږي.

ډانلډ ټرمپ د نوي صدر د سوګند په مراسمو کې د ګډون نه کوولو خبره په داسې حال کې وکړه چې دوه ورځې وړاندې د هغه په حق کې احتجاج کوونکو په کانګرس یرغل وکړو او هغه غونډه یې وځنډوله چې پکې د نومبر په میاشت کې شوي صدارتي انتخاب نتېجه په رسمي ډول منظوره شوه.

د کانګرس په دغه غونډه کې په صدارتي انتخاب کې د صدر ټرمپ په مقابله کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن او د هغه سره کامله هېرس د بریا تصدیق وشو. په صدارتي انتخاب کې صدر ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍامیدوار و او د صدارت د دویمې دورې خواهشمند و.

نوی منتخب صدر به د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې په یوه دستوره کې سوګند پورته کوي. دغه دستوره د "اناګیورېشن" په نامه یادېږي چې د نوي صدر د حکومت پرانیستل کېدل یا شروع کېدل ښايي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر پېغام کې ولېکل "زه به اناګیورېشن ته د جنورۍ په ۲۰ نه ورځم."

یوه ورځ وړاندې صدر ټرمپ په یو وډیو پېغام کې ویلي وو چې په اقتدار کې خپلې ورستۍ ورځې به دا خبره یقیني کوولو ته ورکوي چې اقتدار په منظمه او ارامه ډول منتقل کړی شي.

صدر ټرمپ به دویم صدر وي چې د نوي صدر د سوګند پورته کوولو په دستوره کې به شرکت نه کوي. د هغه نه یو سل او دوه پنځوس کاله وړاندې صدر اېنډریو جانسن هم د خپل جانشین د سوګند پورته کوولو په مراسمو کې ګډون نه و کړی.

صدر ټرمپ د نومبر په دریمه شوي صدراتي انتخاب کې د درغلۍ الزامات پورې کوي خو مامورین وايي په ووټونو کې د ټګۍ څه ثبوتونه نشته.

د رپورټونو ترمخه داسې ښکاري چې د صدرټرمپ نایب صدر مایک پېنس به د اناګیورېشن په دستوره کې شرکت وکړي.

د نو منتخب صدر جوبایډن مرستیالانو په اناګیورېشن کې د شرکت نه کوولو د صدر ټرمپ په بیان څه نه دي ویلي خو د تېرو څو هفتو راهسې په خلکو غږ کوي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې په اناګیورېشن کې شرکت نه کوي. په دې موقع په واشنګټن کې د کانګرس مخې ته په پراخ مېدان کې چې نېنشل مال نومېږي اکثر په زرګونو خلک غونډیږي.

XS
SM
MD
LG