لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د هغه ماشومانو سره ویني چې سکولونو کې یې د ډزو خونړۍ پېښې شوي


د مارجري سټون ډگلس هايي سکول د پېښې ورسته هم ددې سکول ماشومانو دا غوښتنې زیاتې کړې چې په ټوپکو دې بندیزونه زیات کړی شي
د مارجري سټون ډگلس هايي سکول د پېښې ورسته هم ددې سکول ماشومانو دا غوښتنې زیاتې کړې چې په ټوپکو دې بندیزونه زیات کړی شي

د امریکې د فلوریډا ریاست په یو سکول کې د ١٧ ؤ ماشومانو د وژل کیدو ورسته، صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د هغه ماشومانو سره ویني چې په سکولونو کې یې د ټوپک د ډزو خونړۍ پیښې شوي دي.

د سکول ماشومانو سره د صدر ټرمپ ملاقات ته د "لسننگ سیشن" نوم ورکړی شوی دی، دیعنې داسی ناسته چې صدر به پکې د سکول د طالب علمانو خبرو ته غوږ ږدي.

د صدر ټرمپ سره په غونډه کې به زیاتره ماشومان د مارجري سټون ډگلس هايي سکول وي چرته چې یوه هفته وړاندې د سکول پخواني زدکونکي ١٧ طالب علمان وژلي دي.

په وایټ هاوس کې د شورو، چارشنبې، په ورځ غونډه په داسې حال کې کیږي چې د مارجري سټون ډگلس هايي سکول ١٠٠ نور زدکونکي به د فلوریډا ریاست په مرکزي ښار کې په وسلې د څارنې زیاتولو دپاره مظاهره کوي.

صدر ټرمپ په هغه الاتو د پابندۍ غوښتنه کړې ده چې ټوپکې پرې نورې خطرناکې جوړیدی شي او د وسلو اخیستونکو د پس منظر معلومولو دپاره یې د پلټنو سختولو حمایت کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې صدر ټرمپ ټرمپ د فلوریډا په سکول کې ورستۍ وژنې د "قتلان" په نوم یادې کړې او د واک من ریپبلیکن او د حزب اختلاف ډیموکریټک گوندونو قانون سازانو یې غږ وکړو چې د وسلې اخیستونکو پس منظر معلومولو دپاره دې طریقه کار نور هم سخت کړی شي.

صدر ټرمپ وویل چې د سکولونو امنیت یقیني کول یې د حکومت وړړمبۍ ترحجیح ده. دا وړمبی ځل و چې د فلوریډا په سکول کې د ډزو ورسته صدر ټرمپ د پیښې په اړه د مطبوعاتو دلارې خبرې وکړې.

ددغه پښې ورسته صدر ټرمپ یو شمیر قانوني اصلاحات تجویز کړې دي چې پکې په هغه الا بندیز هم شامل دي چې په خودکاره ټوپک کې ولگول شي نو بیا په چټکتیا ډزې کولی شي. دغه رنگ الا تیر کال د اکتوبر په پېښه کې یو مسلح تن په خپل ټوپک کې استعمال کړې وه او په عامو خلکو کې حمله کې یې ٥٨ وژلې دي.

د مارجري سټون ډگلس هايي سکول د پېښې ورسته هم ددې سکول ماشومانو دا غوښتنې زیاتې کړې چې په ټوپکو دې بندیزونه زیات کړی شي.

په امریکا کې په وسله د زیاتو بندیزونو حمایت کونکي وايي چې د کم عمر خلک هم لک د "ای ار ١٥" نومې ټوپک اخیستلی شي. هم دغه رنگ ټوپک د فلوریډا ریاست په سکول کې په ډزو کې استعمال شوی و. د امریکې په ٢٨ ریاستونو کې داسې څه قانون نشته چې د ټوپک اخیستونکو دپاره د عمر کم نه کم حد یې مقرر کړی وي. امریکا کل ٥٠ ریاستونه لري.

په مېلینونو وسله لرونکي چې پکې د ټوپک والو تنظیم نیشنل رائیفل اسوسي ایشن هم شامل دی، په خودکاره وسله د هر ډول بندیز مخالفت کوي او وايی د آئین د دویمه مادې د لاندې څه خنډ پرته وسلو ته د رسايي حق لري.

د کال ٢٠١٦ م د صدارتي انتخاباتو دپاره په کمپاین کې این ار ای د ٥۴ میلین ډالر د سیاسي چندې په توگه ورکړې. او دا هم غیر معمولي خبره نه ده چې د کانگرس غړي د این ار ای څخه په زرگونو او عن په مېلینونو ډالرې اخلي. این ار ای نه پېسې په اخیستونکو کې د ډیموکریټک او د صدر ټرمپ د ریپبلیکن پارټۍ غړي شامل دي خو ویل کېږي پېسې اخیستونکو کې زیاتره د ریپبلیکن پارټۍ غړي شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG