لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه وايي صدر ټرمپ د هیټي او افریقايي هېوادونو په اړه سپک ټکې استعمال کړې دي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د کانگرس ځینې غړو سره په یوه غونډه کې د رپورټونو ترمخه د هېټي او افریقايي هېوادونه د "ش...هول" ملکونو په نومونو یاد کړل، چې ډیر د سپکاوي ټکي گڼل کیږي او خبرونه وايي د غونډې برخه د صدر په الفاظو حیران پاتې شول.

د سرښار واشنگټن نه خپریدونکې ورځپاڼې دې واشنگټن پوسټ ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وایټ هاوس په غونډه کې صدر ټرمپ وپوښتل کې د "ش...هول" ملکونو څخه ولې خلک امرېکې ته راځي؟

واشنگټن پوسټ د خبر ورسته د امریکې سي این این ټیلې وژن هم د صدر ټرمپ ددغه وینا تصدیق وکړو. د "ش...هول" معنا ده چې خیچن او د غربت ښکار.

صدر ټرمپ وویل امریکې ته پکار دي چې یوازې د ناروی په رنگ هیوادونو څخه خلکو ته د مهاجرت اجازت ورکوي. د ناروی وزیراعظم سره صدرټرمپ یوه ورځ وړاندې په وایټ هاوس کې ملاقات کړی دی.

د صدر ټرمپ د ټکو په اړه چې وي او ای او نورو مطبوعاتو د وایټ هاوس نه تپوس وکړو نو په یو بیان کې وایټ هاوس وویل صدر ټرمپ به په کانگرس کې یوازې د هغه موافقې حمایت کوي چې پکې د ویزه لاټرۍ او د چین مایگریشن د مسلو حل پکې موجود وي. چین مایگریشن امریکې ته د راتگ هغه دې امریکا کې شهریت ترلاسه کونکي خلک په بهرنیو هیوادونو کې د خپلو خپلوانو ضمانت وکړې او هغوي امریکې ته راشي.

وایټ هاوس د هېټي او د افریقايي هېوادونو په اړه د صدر ټرمپ د الفاظو نه تاید او نه یې تردید وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG