لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کانگرس ته د صدر ټرمپ په وینا کې به د افغانستان او پاکستان دپاره څه وي؟


د روایت ترمخه د سټیټ اف دي یونین ایډریس دپاره د کانگرس دواړه ایوانونه، ایوان بالا یا سېنیټ، او د نمایندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز، غړي په یوځای کښېني او د صدر تقریر اوري

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانگرس د دواړو ایوانونو مشترکه غونډې ته خپله وړمبۍ وینا کوي او ویل کیږي چې د هېواد د اقتصاد تر څنگ د قامي سلامیته او په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو به د خپل حکومت د تېر شوي یو کال او د اینده تگلارې په اړه به خیالات څرگند وي.

د امریکې د قامي سلامتیه سره تړلې موضوعاتو کې د صدر ټرمپ دپاره افغانستان او پاکستان دواړه انتهايي اهمیت لري او امید دی چې کانگرس ته خپله وینا کې به یو وارې بیا به دغه موضوع وڅېړي.

د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن، به صدر ټرمپ د خپل صدارت وړمبۍ "سټیټ اف دي یونین" وینا کوي.

د روایت ترمخه د سټیټ اف دي یونین ایډریس دپاره د کانگرس دواړه ایوانونه، ایوان بالا یا سېنیټ، او د نمایندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز، غړي په یوځای کښېني او د صدر تقریر اوري.

د وایټ هاوس د چارواکو ترمخه صدر ټرمپ به په خپل تقریر کې د ملک د اقتصاد، امریکې ته د مهاجرت په موضوع، د ټیکوسونو په نظام کې د اصلاحاتو په اړه خبرې کوي.

د قامي سلامتیه سره تړلې په مهمو مضوعاتو کې د شمالي کوریا ایټمي پروگرام او د مزایلو جوړولو هلې ځلې شاملې دي. ددې ترڅنگ صدر ټرمپ د ایران او د نړي والو قوتونو د ایټمي معاهدې هم سخت مخالفت کوي او د قامي سلامتیه په موضوعاتو کې افغانستان او پاکستان هم مهموالی لري.

افغانستان

د صدر ټرمپ د سټیټ اف دي یونین ایډریس په اړه د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي چې دا به ١٧ م کال وي چې په سټیټ اف دي یونین کې به د افغانستان ذکر کیږي او د صدر جارج بش او د صدر براک اوباما ورسته به ډانلډ ټرمپ پرله پسې دریم صدر وي چې په سټیټ اف دي یونین کې به د افغانستان په باره کې وینا کوي.

صدر ټرمپ د خپل پېش رو براک اوباما تگلاره بدله کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به امریکايي عسکر د طالبانو او القاعده خلاف په عملیاتو کې نیغ په نیغه برخه اخلي.

د افغانستان پایتخت کابل کې په ورستۍ ورځو کې د پرله پسې بریدونو وروسته صدر ټرمپ طالبانو سره دخبرو امکان رد کړی دی او ویلي یې دي چې د بې ګناه خلکو په وژنه ککړو طالبانو سره خبرې نه شي کیدلی.

پاکستان

د نوي کال په وړمبي سهار په خپل وړمي ټویټ کې صدر ټرمپ په پاکستان سخت ټکونه وکړل او وې ویل چې په تېرو ١٦ کلونو کې امریکې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو بدل کې ورسره پاکستان د درغلۍ او دروغو نه کار اخیستی دی.

ددې نه وړاندې د اگست په میاشت کې د افغانستان او په عمومي کچه د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت تگلاره اعلانولو په وخت صدر ټرمپ په پاکستان غږ کړی و چې خپل پخوانی دریځ دې بدل کړي، په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او افغان طالبان مذاکراتو ته په راکښ کولو کې دې مثبت کردار ادا کړي.

د پاکستان په اړه د نوي کال د نوي ټویت ورسته امریکې پاکستان ته هر ډول پوځي امداد وځنډولو.

د اگست نه ورسته، د هیواد د قامي سلامتیه په تگلاره کې هم د صدر ټرمپ حکومت د پاکستان ذکر وکړو او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو خلاف غوڅ اقدامات وکړي.

که څه هم اسلام آباد د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ د حکومت دریځ ردوي او وايي د افغانستان مخالف وسله وال په پاکستان کې نشته خو په کابل کې د ورستۍ حملو ورسته افغان چارواکو د دغه بریدونو الزام په حقاني ډلې لگولی دی.

افغان او امریکايي چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د حقاني ډلې او د طالبانو مشران په پاکستان کې میشته دي او د پاکستان د امینتي ادارو ځینې چارواکې د حقاني ډلې سره روابط لري. پاکستان ددې خبرې ردونه کوي.

XS
SM
MD
LG