لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د چوکۍ نه لرې کړي؟


صدر ټرمپ او رېکس ټېلرسن
صدر ټرمپ او رېکس ټېلرسن

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په اینده څو هفتو کې د هیواد خارجه وزیر رېکس ټېلرس د خپلې چوکۍ نه لرې کونکی دی او ممکنه ده چې د هغه پرځای د استخباراتي ادارې، سي ايي ای، مشر مایک پامپی یو وگماري. دا خبره یو شمیر امریکايي مطبوعاتو د زیارت، یا پنجشنبې، په ورځ خپلو رپورټونه کې کړې ده.

په وایټ هاوس کې د خبریالانو سره خبرو اترو کې صدر ټرمپ نه د رېکس ټېلرسن د اینده په هکله پوښتنه وشوه نو وې ویل "هغه دلته دی. رېکس دلته دی" خو ددې پرته یې نوره څه تبصره ونکړه.

د وایټ هاوس ترجمانې سیره هوکبي سېنډرز هم د رېکس ټیلرسن په اړه په مطبوعاتو کې د خبرونو په ځواب کې د صدر ټرمپ وینا تکرار کړه. "څه رنگ چې صدر دغه اوس وویل رېکس دلته دی."

"دا وخت د افسرانو په اړه څه اعلانات نشته. سېکرېټري ټېلرسن د سټیټ ډپارټمنټ اوس هم مشر دی او د ټولې کابینې توجه په دې ده چې د صدر ټرمپ د حکومت بې مثاله کامیاب کال سر ته ورسوي،" مېرمن سېنډرز وویل.

د امریکې د کابېنې غړو ته سېکریټري وویل کیږي او د امریکې خارجه وزارت د سټیټ ډپارټمنټ په نوم یادیږي.

امریکايي مطبوعات د ډیر وخت راهسې د صدر ټرمپ د امنیتي مامورینو په ډله کې په امکاني توگه د تبدیلیو رپورټونه خپروي خو دا نه معلومیږي چې آیا نوموړي په دې لړ کې کومه حتمي فیصله کړي هم ده او که نا؟

مطبوعات وايي د ارکنسا ریاست د ریپبلېکن گوند سنېټر ټام کاټن به د مایک پامپی یو پرځای د سي ايي ای مشر وټاکل شي. ویل کیږی چې سنېټر کاټن د قامي سلامیته په مسلو د صدر ټرمپ کلک حمایتي دی.

رپوټونه وايي موجوده خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د شمالي کوریا د ایټمي خطر په موضوع د صدر ټرمپ سره اختلاف لري.

رېکس ټېلرسن کابېنې نه د مستعفي کیدو څه اراده نه ده څرگنده کړي. تیره میاشت هغه ویلي وو د چوکۍ د پرېښودو په اړه یې څه سوچ نه دی کړی. "زه د صدر په ټاکلیدو خدمات ترسره کوم او تر څو چې هغه گڼي چې زه خپله دنده ترسره کولی شم نو زه به دلته یم،" هغه ویلي دي.

د رېکس ټېلرسن په اړه د خبرونو په لړ کې د سنېټ د خارجه چارو کمیټۍ مشر سنېټر باب کورکر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د رېکس ټېلرسن سره یې لیدلې دي او هغه په کابینه کې څه ممکنه تبدیلۍ نه نه دی خبر.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG