لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ وايي په بېلا بېلو ښارونو کې د مظاهرو د ختمولو دپاره به پوځ پرځای کړي


صدر ټرمپ او په صدارتي انتخاباتو کې د هغه ممکنه حریف جو بایډن

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په د تېرو څو ورخو راهسې راپارېدلو احتجاجونو د ختموولو دپاره به پوځ استعمالوي خو په صدارتي انتخاباتو کې د هغه حریف جو بایډن د دغه وړاندیز مخالفت کړی دی.

د وایټ هاوس نه په قامي کچه په ټیلې وژن نشر کېدونکي وینا کې صدر ټرمپ وویل که چېرې یو ښا یا ریاست د خپلو اوسېدونکو د ژوند او مال د تحفظ دپاره د ضروي ګامونو اخیستلو نه انکار کوي نو بیا به هغه پوځ پرځای کړي او د هغوی دپاره به مسله زر حل کړي.

د صدر ټرمپ اشاره د کال ۱۸۰۷ انسرکشن اېکټ نومې قانون ته وه چې صدر ته په بیړني حالاتو کې د ناقونۍ ختموولو اختیار ورکوي. دغه قانون په ورستي ځل په کال ۱۹۹۲ کې په لاس اینجلس ښار کې د راډني کنګ نومي افریقايي امریکني د پولیس د لاسه د وهل کېدو وروسته په اړي ګړي د قابو موندلو دپاره استعمال شوی و.

د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپلیکن پارټۍ صدر ټرمپ د ډېموکریټک پارټۍ حریف جو بایډن د مظاهرو خلاف د پوځ په استعمال د ډانلډ ټرمپ د اعلان مخالفت وکړو او د هغه په قول "د زمونږ د ملک د روح" په اړه تشویش لري.

صدر ټرمپ وویل د لوټ مار، اړي ګړي، د تباهۍ او د اور لګوولو د ختموولو او د قانون منونکو شهریانو د حقونو چې پکې د دویم اییني ترمیم حقونه هم شامل دي، د تحفظ دپاره به یې پوځ او د وفاقي حکومت ټول ترلاسه وسایل متحرک کړي. د آیین دویم ترمیم یا سېکنډ امنډمنټ د امریکې شهریانو ته د وسله لرلو حق ورکوي.

په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ د وینا نه وړاندې د هغه په انتظار ناستو خبریالانو د اوښکو ګېس د چلیدو هغه ډزې اورېدلې چې پولیس د وایټ هاوس سره نژدې په یو چوک کې احتجاج کوونکو د منتشر کېدو دپاره استعمالوولو.

دغه احتجاج په واشنګټن کې ماښام اوو بجو د کرفیو یا ګرځبندیز د شروع کېدو نه وړاندې کېدلو.

چې کرفیو شروع شوه نو صدر ټرمپ د وایټ هاوس سره نژدې هغه چرچ ته په پښو ورغلو چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ پکې په تهه خانه کې اور لګېدلی و. د چرچ د ودانۍ مخې ته صدر ټرمپ د عیسايي مذهب منونکو مقدس کتاب بایبل په لاس کې پورته کړو او ویې وېل امریکا په دنیا کې عظیم ترین ملک دی او محفوظ به یې ساتي.
په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ د تقریر نه څو ګڼې وروسته راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د هغه ممکنه حریف جوبایډن د ټویټر دلارې وویل ډانلډ ټرمپ د امریکې پوځ د امریکايي‌ ولس خلاف استعمالوي، هغه په پرامنه مظاهره چیانو د اوښکو ګېس او د ربر ګولۍ یوازې د تصویر جوړولو دپاره استعمال کړې.

جو بایډن وویل چې د هغه په قول "زمونږ د ماشومانو، زمونږ د ملک د روح په خاطر مونږ باید هغه ته ماتی ورکړوو." د دفاع وزارت د چارواکو په وینا صدر ټرمپ پوځ ته امر کړی د پوځ د پولیس څانګې عسکر په واشنګټن کې پرځای کړي. چونکه واشنګټن د ریاست درجه نه لري نو صدر ته د ریاستي ګورنر سره په دې لړ کې د مشورې ضرورت نشته.

په سرښار واشنګټن کې د نېشنل ګارد ۱۲۰۰ عسکر متحرک کړی شوي دي او په پنځو ریاستونو کې د ۶۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې د نېشنل ګارډ مسلح عسکر پرځای کولی شي.

جورج فلویډ د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې یوه هفته وړاند د پولیس په ولکه کې په داسې حال کې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه وېل چې ساه نشي اخیستی.
د جورج فلویډ د مرګ نه پس د امریکې په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار شوی، دوکانونو او موټرو ته اورونه اچول شوي او د خالي او اتوار یا د شنبې او یک شنبې په ورځو کې په زرګونو کسان ګرفتار کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG