لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټوېټر د صدر ترمپ په اکاونټ پابندي ولګوله


اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د شور، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د صدر ټرمپ په حق کې د مظاهره کوونکو د کانګرس (کېپېټل) په ودانۍ د یرغل وروسته په ټوېټر فشار زیات شوی و چې د صدر خلاف دې ګام واخلي

د سماجي رابطې وېب پاڼې ټوېټر د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په اکاونټ پابندي ولګوله او وه یې وېل دغه ګام یې د لا نور تشدد د راپارول کېدو د خطر له امله اخیستی دی.

په فېس بک او انسټاګرام هم د صدر ټرمپ اکاونټونه معطل شوي دي. د فېس بک مشر مارک زګربرګ د زيارت، پنجشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د فېس بک او انسټاګرام اکاؤنټونه به د بل صدر د سوګند پورته کوولو پورې معطل وي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د شور، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د صدر ټرمپ په حق کې د مظاهره کوونکو د کانګرس (کېپېټل) په ودانۍ د یرغل وروسته په ټوېټر فشار زیات شوی و چې د صدر خلاف دې ګام واخلي.

د دې نه وړاندې ټوېټر د ۱۲ ګنټو دپاره د صدر ټرمپ اکاونټ پس له دې معطل کړو چې هغه پکې په یو وډیو کې په صدارتي انتخاب کې د درغلۍ الزامات تکرار کړل. چارواکي د صدرټرمپ دعوې ردوي او وايي په صدارتي ووټونو کې د درغلۍ څه ثبوتونه نیشته.

ای پي وايي په ټوېټر د هغه په اکاونټ د بندیز په نتېجه کې به صدر ټرمپ یو داسې لاره د لاسه ورکړي چې د امریکايي ولس سره نېغ په نېغه رابطې هغه د تېرو لسو کلونو راهسې استعمالووله. دپاره استعمالوله.

ای پي وايي صدر ټرمپ د خپلې تکلارې د اعلانوولو، د مخالفینو ته د چېلنج ورکوولو، د حریفانو د بې عزتۍ او د ځان او د حمایتیانو د ستاینې او په مبېنه توګه د غلطو معلوماتو د خپرولو دپاره استعمال کړی دی.

د صدر ټرمپ د اکاونټ په اړه خپله فېصله کې ټوېټر وویل د صدر ټرمپ ځینې ورستي ټوېټونه کې په کانګرس د یرغل او د نورو ممکنه احتجاجونو په تناظر کې ولوستل شي نو داسې ښکاري چې ګڼي هغه د تشدد ستاینه کوي.

ټوېټر وویل د کمپنۍ د تګلارې د لارې نړیوال رهبران خپل ولس سره نېغ په نېغه رابطه کولی شي خو دغه اکاونټونه "زمونږ د قوانینو نه په مکمله توګه بالا نه دي" او د تشدد د راپارولو دپاره نشي استعمالېدلی.

صدر ټرمپ په ټوېټر قریباً ۸۹ مېلین فالورز لري.

د ای پي په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې صدر ټرمپ او یا وایټ هاوس په ټوېټر د صدر په اکاونټ د پابندۍ په اړه څه ویلي او که نا؟

د کانګرس په ودانۍ د احتجاج کوونکو د یرغل، په دې په امریکا کې د غصې را پارېدلو او د کانګرس غړو د هغه د مواخذې غږ وروسته صدر ټرمپ ومنله چې د جنورۍ په شلمه به واک راتلونکي ولسمشر ته په منظمه ډول وسپاري.

د پنجشنبې- زیارت په ماښام پخپله یوه ویډیو کې صدر ټرمپ وویل، ده د انتخاباتو د نتایجو لپاره پخپل کمپېن کې هره قانوني لاره خپله کړه او وایي یواځینی هدف یې د خلکو د رایو د امانت ساتل وو. هغه وویل غوښتل یې چې د امریکا د جمهوریت لپاره مبارزه وکړي. "اوس کانګرس ووټونه یا رایې تایید کړې، نوې کابینه به د جنورۍ پر شلمه خپل کار پیلوي. زما توجه اوس په اسانه او منظمه توګه بې له ستونځې د واک د سپارلو باوري کول دي. دا وخت پر زخمونو د مرهم ایښودلو او پخلاینې اړتیا ده. 2020م کال زموږ د خلکو لپاره یو له چېلنجونو ډک کال وو".

XS
SM
MD
LG