لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ غواړي د خپل شخصي ټوېټر اکاونټ نه ناقدین لرې کړي


صدر ټرمپ
صدر ټرمپ

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ غواړي چې د هیواد تر ټولو لوی عدالت، سپریم کورټ، ورته اجازت ورکړي چې په ټوېټر د هغه شخصي اکاونټ نه ناقدین لرې کړي.

د ټرمپ انتظاميي عدالت ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل خواست کې وویل realdonaldtrump@ د صدر ټرمپ شخصي اکاونټ دی چې ۸۵ مېلین فالورز لري د دې نه د هغه ناقدین لرې کېدل داسې دي لکه چې یو منتخب سیاستوال د خپلو کور مخې ته د خپل حریف بورډ نه پریږدي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه موقتي حکومتي وکیل، سولېسېټر جنرل، جېفري وال خپل خواست کې د سپریم کورټ ججانو ته وویل په ټوېټر د خپل شخصي اکاونټ نه د خلکو د لېرکوولو صلاحیت استعمالول د صدر په حېث د هغه توېټر اکاونټ سره تړون نلري.

د ای پي ترمخه په نیویارک کې وفاقي عدالت تېر کال خپله فېصله کې ویلي وو چې صدر ټرمپ د دغه ټوېټر چې کوم اعلانونه یا تبصرې کوي نوعیت یې زیاتره رسمي وي. عدالت په خپله فېصله کې وویل کله چې ټرمپ د خپل ټوېټر اکاونټ نه د هغه سره اختلاف لرونکی لرې کوي نو دا ګام د امریکې د ایین د لومړۍ مادې خلاف ورزي کوي. دغه ماده د امریکایانو د رای د ازادۍ تحفظ کوي.

ای پي وايي دا نه ده معلومه چې سپریم کورټ به د صدر ټرمپ په خواست اورونه د نومبر د میاشت نه وړاندې وکړي او که نا؟ په نومبر کې صدارتي انتخابات کېدونکي دي ټرمپ پکې د دویمې دورې دپاره امیدوار دی. په ووټونو کې د هغه حریف د ډېموکرېټک پارتۍ امیدوار جو بایډن دی.

ای پي وايي د کولمبیا یونیورسټۍ نایټ فرسټ امنډ منټ انسټېټیوټ څانګې د صدر ټرمپ د ټوېټر سره تړلې مقدمه د هغه اووه کسانو په خاطر کړې وه چې د صدر ټرمپ په تګلاره د تنقید په سر هغه د خپل اکاونټ نه بلاک کړي یا لرې کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG