لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي په لاس ویگس کې حمله د "بدۍ" اقدام و


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هیواد د نیواډا ریاست په لاس ویگس ښار کې د یو مسلح حمله کونکي په ډزو کې د ٥٠ کسانو د وژل کیدو غندنه وکړه او وې ویل دا د "بدۍ" اقدام و. هغه وویل په حمله کې د وژل شوو کسانو په غم کې به قامي بیرغ نیم کښو پورته کولی شي.

د وایټ هاوس څخه په خپل پیغام کې صدر ټرمپ په حمله کې د وژل شوو کورنیو او خپلوخپلوانو سره د خپل ځان او د خپلې میرمن ملینیا ټرمپ د غمرازۍ او همدردۍ څرگندونه وکړه.

صدر ټرمپ په هیوادوالو د اتحاد او د یوالي غږ وکړو. "د غم او د ویرې په شیبو کې امریکایان همیشته رایوځای کیږي."

په لاس ویگس کې د اتوار، یکشنبې، په وماښام مسلح تن د موسیقۍ په محفل ډزې وکړې او پولیس وايي په ډزو کې لږ تر لږه ٥٠ تنان یې ووژل او تر ۴٠٠ پورې نور زخمیان شوي دي.

د لاس ویگس د پولیس مشر جوزف لیمبارډو خبریالانو ته وویل حمله کونکی د مینډلی بی په نوم هوټل او کیسنو یا د جوارۍ د مرکز په ٣٢ منزل موجود وو او د سړک نه پورې غاړه د موسیقۍ په کانسرټ یې ناتاره ډزې پیل کړې.

دغه پیښه د اتوار یا یکشنبې په ماښام رامنځته شوه.

ښاغلي لیمبارډ وویل پولیس حمله کونکی په خپله کوټه کې مړ وموندلواو داسې داسې ښکاري چې هغه ځان خپلې وژلی دی. د کوټې نه ١٠ ټوپکې ترلاسه شوي دي.

پولیس د وژل شوي حمله کونکي تن شناخت د سټیون پیډک په نوم کړی دی چې په عمر ٦۴ کلن و او مقامي وسیدونکی و. پولیس ویلي د هغه کور به هم لټول کیږي.

جوزف لیمبارډو وویل پولیس یوې زنانه ته هم رسیدلي دي چې گمان پرې کیږي چې حمله کونکي سره په کوټه کې پاتې شوي وه.

په وژل شوو کسانو کې د پولیس داسې افسران هم شامل دي چې په دغه وخت په ډیوټۍ نه وو.

داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه وا‏ري په غاړه واخیسته او وې ویل یو "عسکر" چې څو میاشتې وړاندې یې اسلام قبول کړی و دغه حمله کړې ده. ډلې خو نور څه ثبوت نه دی وړاندې کړی. او د امریکې استخباراتي مامورینو ویلي داعش د دعوې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG